هند به له افغانستان سره ټینګ ولاړ وي- د هند سفیر

د هند د ۳۱ میلیونه ډالرو نوې مرسته به د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۰۸ پروژو په پلي کولو ولګیږي

په افغانستان کې د هند سفیر منپریت وهرا وايي هېواد به یې د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره خپلې هر اړخیزې مرستې روانې وساتي.

ښاغلي وهرا دا څرګندونې په کابل کې د سې‌شنبې په ورځ (فبروري۶) د هند له خوا د ۳۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۱۰۸ پراختیايي پروژو د قرارداد د لاسلیکولو پر مهال وکړې.​

نوموړي وویل "هند د افغانستان لپاره یو د باور وړ همکار دی او په راتلونکې کې به هم وي، چې ستاسو بریالیتوب به لمانځي، ستاسو په درد کې به شریک وي، او ستاسو سره به په ټینګه ولاړ وي".

د هند له خوا به د ۳۱ میلیونه ډالره مرسته د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۰۸ پروژو په پلي کولو ولګیږي. دغه پروژې چې زیاتره یې د عامو افغانانو د ژوند د بهترۍ لپاره دي، د پوهنې، روغتیا، کرنې، سپورټ او نورو برخو کې پلي شي.

د هند سفیر دا خبره هم وکړه چې له افغانستان سره یې شوې مرسته ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي، چې ۱۰۰ میلیونه یې د وړو پرمختیايي پروژو لپاره په ۲۰۱۲ کال کې اعلان کړې وې.

هندي چارواکي وايي په دغو مرستو یې تر دې دمه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ۷۷ میلیونو ډالرو په لګښت ۳۰۴ پروژې پلي کړي او یا د پلي کېدو په حال کې دي.

د افغانستان اجرايي ​ رئیس عبدالله عبدالله هم د دغو پروژو د قراردادونو د لاسلیک کولو په مراسمو کې و.​ ښاغلي عبدالله د هند مرستې وستایلې او د افغانستان د پرمختګ لپاره یې مهمې وبللې . هغه په نورو هېوادونو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره دې ورته مرستې او همکارۍ وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل "د افغانستان له بې ثباته کولو، راکټ غورځونو او ځانمرګو بریدونو د هیچا لاسته هیڅ نه ورځي، زموږ هیله همدا ده هغه هېوادونه چې له موږ سره د دوستۍ دعوه لري، خپله دوستي په عمل کې ثابته کړي".

ښاغلي عبدالله وویل افغانستان ټولو خوا ته د دوستۍ لاس اوږد کړی او د هیڅ هېواد بې ثباتي نه غواړي او په خبره یې افغانستان د خپلو خلکو ښه راتلونکی له ټولو سره په سوله کې ویني.