محکمې د پي ټي ایم د رهبرانو ضد د قضیې د ختمولو امر وکړ

دا لمړی ځل نه دی چې د پاکستان پولیس په پي ټي ایم دغه ډول قضیې کوي

د پیښور یوې محکمې د پښتون تحفظ تحریک د مشرانو چې پکې منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر، ډاکټر مشتاق او گلالۍ اسماعیل شامل دی، ضد د ثبت شوې یوې قضیې د ختمولو امر کړیدی

د پاکستان پولیسو د تحریک د مشرانو ضد یوه قضیه ثبت کړي وه چې یې پکې دغه کسان د پوځ خلاف د خلکو په پارولو تورن کړي و.

پي ټي ایم د دغه قضیې د ثبتیدو خلاف د پیښور محکمې ته خواست کړی و چې دغه محکمې پرې خپله پریکړه د هغوي په حق کې واوروله.

د پیښور د محکمې قاضیانو وقار احمد سیټ او مسره هلالي د قضیې جریان واوریده.

د پي ټي ایم وکیل محکمې ته وویل چې دغه تحریک په صوابۍ کې یوه غونډه کړې وه چې د هغې نه وروسته پرې حکومت دغه تورونه ولگول.

د حکومت وکیل وویل چې د صوابۍ په غونډه کې دغو کسانو د حکومت او پوځ خلاف خبرې کړیدي او ولس یې د دولت ضد پارولی دی.

قاضیانو د دواړو خواو د دلایلو د اوریدو نه وروسته د پي ټي ایم په پلوۍ خپله پریکړه واوروله.

گلالۍ اسماعیل د امریکاغږ ته وویل چې د پاکستان پولیسو دغه قضیه د صوابۍ د دولسم اگست د غونډې له کبله کړي وه. هغې وویل: "هم د دغه غونډې په اساس پاکستان په ما بندیز لگولی و چې د ملک نه د باندې نه شم وتلی."

هغی دا هم وویل چې دا دوهم ځل دی چې محکمې د هغوي په پلوۍ پریکړې کوي.