افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کابو ۳۳۶۰۰ ته ورسېدې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ۱۸ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۹۱ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له دې شمېر ۲۱۰ یې مثبتې تشخیص شوي دي.


د دغه وزارت له خوا د چهارشنبې په ورځ، جولای اتمه (چنګاښ ۱۸) په خپرو شویو رسمي شمیرو کې راغلي چې د تېرې ورځې د مثبتو پېښو په ګډون په افغانستان کې پر کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۳۳۵۹۴ ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړه شویو ناروغانو شمېر ۹۳۷ ته رسېدلی دی.

همدا شان د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې تر اوسه ۲۷۰۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

د دغه وزارت د تازه معلوماتو له مخې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې تر ټولو زیاتې ۱۴۱ مثبتې پېښې یوازې په کابل کې ثبت شوي دي.

کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې تشخیص او په چټکۍ سره د نړۍ نورو هېوادونو کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې د چهارشنبې تر ورځې جولای اتمه/چنګاښ ۱۸ په نړۍ کې څه باندې ۱۱ میلیونه او ۹۸۰ زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې ۵۴۷ زره تنه مړه شوي دي.