د کرونا درېمه څپه؛ افغانستان کې ۱۴۰۷ مثبتې پېښې ثبت شوي

عکس: ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۰۷ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن دوشنبه جون ۲۸ (جنګاښ اومه) خبریالانو ته وویل چې په کابل، هرات او لغمان ولایتونو کې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله ۶۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې سره افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۷ ۱۵۸ پېښو ته رسېدلی دی چې د مړو کسانو شمېر بیا ۴۷۹۴ ته لوړ شوی دی.

له دې مخکې د روغتیا کارپوهانو ویلي دي چې د کرونا ویروس باندې د اخته کسانو شمېر، رسمي ارقامو سره په پرتله په کراتو ډېر دی.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین له اوهان ښار نه د نړۍ نورو برخو ته خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون وروستي ارقام ښيي چې په نړۍ کې له ۱۸۱ میلیونو او ۱۵۵ زره کسان په ټولې نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي‌دي.

له دې ډلې تر دې دمه نیږدې ۴ میلیونه کسانو خپل ژوند ورکړی دی.