څېړنه: عادي زکام یا والګی د کروناویروس مخنیوی کولی شي

common cold

د څېړنې ترسره کونکي وایي د دوی موندنې په راتلونکي کې د داسې واکسینونو د جوړولو لپاره لاره پرانیزي چې انسانانو ته د کرونا ویروس د ټولو ډولونو په وړاندې معافیت ورکړي.

په امریکا کې یو بالغ کس په کال کې یو یا دوه ځلې زکام کېږي، که څه هم په زکام کې هم ناروغ په تکلیف کې وي خو نوې څېړنې ښيي چې زکام کیدای شي له کرونا ویروس څخه چې زیات خطرناک وېروس دی ځینې خلک خوندي وساتي.

دې پوښتنې ساینسپوهان حېران کړي چې ولې ځېني خلک په کرونا وېروس له اخته کسانو سره له نږدې پاتې کېدو باوجود، په دغې ناروغۍ نه اخته کیږي؟

د لندن د امپیریل کالج څېړونکي وايي چې د وینې یو ډول سپینې حجرې د ټي حجرو په نامه یادیږي او د انسان بدن یې د زکام پر ضد مبارزې لپاره جوړوي، ښايي د کرونا ویروس مخنیوی هم وکړي.

د امپیریل کالج څېړونکی اجیت لالواني وايي د زکام او کرونا ویروس پخواني ویروسونه د سارس کو ۲ (SARS CoV-2) ویروس ته چې کوویډ ( کرونا) رامنځته کوي ډیر نږدې ویروسونه دی، په دې توګه عادي زکام چې کروناویروس رامنځته کوي، ښايي د ټي‌حجرې (t cells) تحریک کړي چې دغه حجرې د سارس کو ۲ ویروسونه پیژني او برید ورباندې کوي.

دا څېړنې د کرونا ویروس د واکسین له جوړېدو مخکې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په میاشت کې پېل شوې وې. هغه وخت ډېر خلک په کرونا اخته وو.

ساینس پوهانو د ۵۲ داسې کسانو د وینې ازموینه وکړه چې د سارز کو ۲ په ویروس اخته ناروغانو سره یې په یوه کور کې ژوند کاوه. له کومو کسانو چې نمونې اخیستل شوې وې، نیم په کرونا اخته شول او نیم نور، نه شول.

ښاغلي لالواني وويل:" هغو کسانو چې له مخې د ټي حجرې درلودې چې عادي زکام تحریک کړې وې او په عین وخت کې یې د سارس کو ۲ ویروس هم پیژندلی و، دغه کسان په کرونا اخته نه شول."

اوسني واکسینونه داسې جوړ شویدي چې د کرونا ویروس د برید کوونکو پروتینونو په وړاندې د وجود د معافیت دسیستم ځواب راپاروي ،د هغو پروتینونو پرضد چې د تولید وړتیا لري او د معافیت له سیستم څخه تېښته کوي.

هغه زیاته کړه:‌" د دې حالت برعکس، هغه ټي حجرې چې د دغه محافظت، وساطت کوي، د هغو پروتینونو پرضد تحریک کیږي چې د ویروس په هستې کې قرار لري، یعنې داخلي پروتینونه په نښه کوي. او دغه پروتینونه د تغیر لږ وړتیا لري. په دې توګه زمونږ موندنې د ټي د حجرو په اساس دداسې یوه نړیوال واکسین جوړولو ته لار پرانیزي چې خلک د کرونا ویروس د اوسنیو او راتلونکو ډولونو په وړاندې خوندي کړي."

ترهغه وخته چې دا ډول یو واکسین جوړیږي، د څېړنې ترسره کوونکي وايي خلکو ته لازمه ده چې د کرونا ویروس پرضد د معافیت د ترلاسه کولو لپاره یواځې په زکام کېدو بسنه ونکړي، بلکه د کرونا ویروس له اوسنیو واکسینونه ګټه واخلي، ځکه واکسین یې په وړاندې د خوندیتوب غوره لاره ده.