عامې روغتیا وزارت: قرنطین شئ او که نه د هدیرې تګ ته تیار اوسئ

افغانستان کې د کرونا د ویروس سره د مبارزې په برخه کې یوه ستونزه خلک دا وبا جدي نه نیسي.

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا د ویروس ۲۳۲ نورې مثبتې پیښې ثبت کړي، چې ورسره په دغه هیواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو شمیر دوه زره او ۱۷۱ تنو ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین ډاکټر وحیدالله مجروح د پنجشنبې په ورځ اپریل ۳۰ ( غوايي ۱۱) خبریالانو ته وویل، چې ډیرې پیښې په کابل کې ثبت شوي، چې ورسره په دغه ولایت کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ د اخته ناروغانو شمیر ۵۷۳ تنو ته رسیدلی دی.

ډاکټر مجروح وویل، چې تراوسه د کرونا د ویروس پر ناروغۍ ۶۴ تنه مړه شوي او ۲۳۲ تنه پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو وروسته ښه شوي دي.

ښاغلي مجروح وویل:"مونږ دوه انتخابه په مخ کې لرو، یا په کور کې پاتې کیدل د سختو اقتصادي، او روحي شرایطو زغمل او یا هم د روغتون د آی سي یو خونو او یا هم هدیرې ته تګ، چې مونږ باید له دغو دوو یو یې غوره کړو".

د عامې روغتیا وزارت معین په راروانو اونیو کې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د کرونا د ویروس د پیښو د زیاتیدو خبرداری ورکړ او ویې ویل که خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، نو کیدای شي افغانستان به د یو ډیر خطرناک وضعیت سره مخ شي.

د عامې روغتیا وزارت دغه چارواکي وویل، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس په صعودي ډول پرمخ روان دی او د اټکل له مخې به دا بهیر د جون د میاشتې تر پایه همداشان دوام ومومي.

د عامې روغتیا وزارت دغه چارواکي د طلوع نیوز او د موبي ګروپ د یو شمیر کارکوونکو پر کروناویروس ناروغۍ اخته کیدل تائید کړ او ويې ویل، چې دا وزارت د دغې تلویزیوني شبکې سره له نږدې کار کوي، ترڅو د ناروغانو درملنه وشي او هم دا شبکه د کروناویروس له نورو اغیزو پاکه وساتل شي.

طلوع تلویزیون ویلي، چې یو شمیر کارکوونکي یې د کروناویروس پر ناروغۍ اخته شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د کرونا پر ناروغۍ د دغې شبکې د دریو خبریالانو د اخته کیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت معین د کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې د نړیوال بانک له خوا شوو مرستو ته په اشارې وویل، چې افغان حکومت هڅه کوي، چې د کرونا ویروس سره مرسته شوې پیسې د یو فرصت په ګوته وګڼي او د خپل روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره یې وکاروي.

ښاغلي مجروح وویل "د خدمتونو د وړاندې کولو د معین په توګه ژمنه مې داده، چې له دغه ګواښ څخه په ۳۴ ولایتونو کې د یو فرصت په توګه ګټه واخلم . تراوسه مونږ د افغانستان په پنځه ولایتونو کې د آی سي یو ظرفیت درلود، زما ژمنه داده، چې دا د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته پراخه کړو".

هغه وویل، چې اوس مهال شپږو نورو ولایتونو ته د آی سي یو د ماشینونو د برابرولو کار روان دی، چې مصنوعي تنفس د ماشینونو وینټلیټور په رسیدلو او د پرسونل د روزلو وروسته به دا بهیر نورو ولایتونو ته هم پراخه شي.

ښاغلي مجروح وویل، چې د عامې روغتیا وزارت د سل زره بسترو د چمتو کولو پلان ترتیب کړی او د نړیوال بانک سره یې هم شریک کړی دی، چې له مخې به یې په ولایتونو کې د آی سی یو د ماشین لرونکو بسترونو شمیر یو زر او اتیا بسترو لوړ شي.

هغه وویل د ولایتونو د مرکزونو سربیره به په ولسوالیو کې هم د آی سي یو ماشین لرونکي بسترونه فعال شي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ میلادي کال ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو، چې اوس دا ناروغۍ د نړۍ ۱۸۵ هیوادونو کې خپره شوې ده.

په امریکا کې د جانس هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د پنجشنبې د ورځې تر سهاره پورې په نړۍ کې د څه باندې دوه سوه ۲۷ زرو کسانو ژوند اخیستی او درې میلیونه یو سل شپږ نوي زره ۶۶۴ تنه نور پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي