نړۍ کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر تر ۳۰۰زرو واوښت

کرونا په امریکا کې تر نورو هېوادونو ډېر انسانان مړه کړي

دا مهال د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۴.۴ میلیون انسانان د کرونا په ویروس اخته دي‌ او دا شمېره شېبه په شېبه زیاتیږي.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه په ټولې نړۍ کې د کرونا له کبله څه باندې ۳۰۰زره (۳۰۲۴۹۳) انسانان مړه شوي دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون دا معلومات د واشنګټن ډي سي په وخت د جمعې د ورځې مۍ۱۵ (غويي۲۶) تر سهار پورې راټول کړي دي.

د بل هر هېواد په پرتله کرونا د امریکا په متحدو ایالتونو کې ډېر کسان مړه کړي دي چې شمېره یې نژدې ۸۵۹۰۰ ته رسیږي او څه باندې ۱.۴ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

په امریکا پسې برتانیا دویم هېواد دی چې کرونا په کې تر دې دمه تر نورو ډېر شاوخوا ۳۳۷۰۰ کسان مړه کړي دي.

په ایټالیا کې بیا د دغه ویروس له کبله نژدې ۳۱۴۰۰ کسان مړه شوي دي.

فرانسه په اروپا کې درېیم هېواد دی چې د کرونا له کبله ډېر تلفات لري. دغلته تر دې دمه شاوخوا ۲۷۴۳۰ کسان مړه شوي دي.

په هسپانیا کې بیا کرونا لږ تر لږه ۲۷۳۰۰ کسان مړه کړي دي.

د لاتینې امریکا په هېوادونو کې برازیل تر ټولو ډېر ځپل شوی دی او نژدې ۱۴۰۰۰ تلفات لري.

دا ویروس د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شوی.

چین وايي‌ هلته تر دې دمه ۴۶۳۷ کسان مړه شوي دي، خو امریکايي چارواکي شک لري چې چین د کروناویروس په اړه دقیق معلومات نه خپروي.

څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې کروناویروس د چین په لابراتوارونو کې جوړ شوی دی، خو چین دا تورونه ردوي.