تېره میاشت په افغانستان کې ۱۸۴ تنه وژل شوي ـ راپور

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په نوم ګروپ وايي، د تېر ۲۰۱۸ کال په وروستۍ ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۲۷۸ ملکي‌ وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه ګروپ د سې شنبې په ورځ د «جنورۍ میاشتې پر لومړۍ» نېټه په خپل راپور کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۱۸۴ تنه وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان شوي‌ دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو له‌مخې تېره میاشت یوازې ۵۵ ملکي وګړي په کابل کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو پر معینیت حملې کې ۴۳ تنه ووژل شول

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په کابل کې د شهیدانو او معلولینو چارو پر معینیت او فواید عامې وزارت په موټر بم او وسله واله حمله کې د چارواکو د معلوماتو له‌مخې۴۳ تنه ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

دغه ګروپ وايي، چې د کابل په پېښه کې تر ډېره لوستې کسان مړه او ټپیان شوي دي.

که څه هم په کابل کې د شهیدانو او معلولینو چارو پر معینیت او فواید عامې وزارت د موټر بم او وسله وال برید مسؤلیت لا تر دامهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې د دغه حملې اصلي مسؤلین وسله وال طالبان دي.

دغه ګروپ ویلي چې د سولې خبرو سره یو ځای په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د کابل د وروستۍ پېښې ټپیان

د دغه ګروپ د معلوماتو له‌مخې د تېر ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت په افغانستان کې ۴۲۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې ۲۱۳ تنه یې وژل شوي او ۲۱۲ تنه یې ټپیان شوي و.