افشا شوي‌ اسناد؛ شاید د آی اس آی مشر د افغان مجاهدینو پېسې پټې کړې وي 

په سویزر لنډ کې سویس کریډټ بانک یوه څانګه

د سویس کریډټ بانک یو لړ افشا شوي‌ اسناد ښيي‌ چې ممکن د پاکستان د نظامي استخباراتو (آی اس آی) پخواني مشر جنرال عبدالرحمن د افغانستان د مجاهدینو سره یې په مالي مرستو کې اختلاس کړی وي.

نوموړي په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوروي د پخواني اتحاد د ځواکونو په ضد جګړې کې د افغان مجاهدینو سره د نړیوالو د مالي مرستو چارې تنظیمولی.

په دغو اسنادو کې ښودل شوي دي چې څنګه میلیاردونه ډالر د هېوادونو د مشرانو، استخباراتي مقاماتو، د بندیزونو په لست کې شاملو افرادو او د بشري حقونو ناقضینو بانکي حسابونو ته تللي دي.

هغه مهال د امریکا متحدو ایالتونو، سعودي عربستان او ځینو نورو هېوادونو د پاکستان له لارې له افغان مجاهدینو سره مالي مرستې کولې او دا پېسې به د سویس کریډټ بانک ته انتقالېدې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې دا پېسې به له دغه بانګ څخه د جنرال عبدالرحمن په مشرۍ د آی اس آی بانکي حساب ته انتقالېدلې چې د مجاهدینو په روزنې، تجهیز کولو او نورو چارو کې ولګول شي.

په ۱۹۸۵ کې د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن له افغان مجاهدینو سره په کېدونکو مرستو باندې د زیات نظارت لارښوونه وکړه، نیویارک‌ ټایمز وايي له دغې لارښوونې وروسته د سویس د کریډټ بانک کې د اختر عبدالرحمن د دریو زامنو په نومونو باندې حسابونه پرانیستل شول چې په ۲۰۰۳ کې په دغو حسابونو کې ۳۰۷ میلیون ډالر وو.

له شپږ میاشتو وروسته د دغه جنرال د بل زوی په نوم هم یو بانکي حساب پرانیستل کېږي چې د راپور په اساس په ۲۰۱۰ کې په کې ۹.۲ میلیون ډالر وو.

د جنرال عبدالرحمن دوو زامنو د دغه راپور په اړه له نظر ورکولو ډډه کړې او یو بل زوی یې دا راپور «ناسم» بللی دی.

جنرال اختر عبدالرحمن له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۷ کلونو پورې د آی اس آی مشر و او د ۱۹۸۸ د اګست په میاشت کې د الوتکې د غورځېدو په یوې پېښې کې د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال ضیاءالحق سره یو ځای مړ شو. هغه مهال دی د افغان مجاهدینو د پېسو په غلا هېڅ تورن شوی نه و.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه راپور په اړه بېلا بېل نظرونه خپاره شوي دي. یو شمېر افغانانو پاکستان تورن کړی دی چې تل په افغانستان کې له جنګ جګړو څخه ګټه اخیستې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پارلمان اوسني غړي خواجه محمد اصف په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي :« افغانستان په فقر او لوږې کې ډوب دی.. ۴۰ کلن افغان جهاد د افغان ولس نسلونه تباه کړل خو همدغه جهاد بیا په پاکستان کې دا جهاد بیا د خلکو نسلونه میلیاردران کړل..... »

د پاکستان حکومت او آی اس آی لا د دغه راپور او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

هغه کس چې ځان د دغو مسائیلو افشاګر بولي، د سویس د کریډټ بانک کې د ۱۸۰۰ حسابونو په اړه یې اسناد د جرمني ورځپاڼې «سویددویچه زیتوګ» ته سپارلي دي. وايي په دغو بانکي حسابونو کې څه باندې ۱۰۰ میلیارد ډالر شته.

د پاکستان د دغه جنرال په ګډون د نړۍ د ځینو نورو مشرانو په اړه هم په دغو اسنادو کې معلومات افشا شوي دي.