افغانستان او سريلانکا د سرو زرو مډال دپاره مقابله کوي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د نیپال او هانگ کانگ نه د سیالیو گټلو نه پس د جنوبي کوریا د اسیايي اولمپیک د کرکټ د سیالیو پای لوبې یا فاینل ته ځان رسولی دی. په فاینل کې به د سري لنکا د ټیم سره مخامخ کیږي. افغانستان د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې تراوسه په شل اوریز لوبو کې دویم ځل دی چې د سري لنکا د یو ټیم سره مخامخ کیږي. په کال ٢٠١٢ کې افغانستان د سري لنکا الف لوبډلې ته په سري لنکا کې ماتې ورکړې وه. بیا د کال ٢٠١۴ په اسیايي جام کې افغانستان د سري لنکا د ملي ټیم نه د بنگله دیش په سیالیو کې ماتې وخوړه.

د افغانستان د الف لوبډلې مرستیال روزونکی هستي گل عابد وايي چې زموږ لوبغاړي د دوه پرله پسې بریایو نه پس د ډیر لوړ مورال سره فاینل لوبې دپاره میدان ته کوزیږي. هغه وايی چې موږ پوهیږو چې د سري لنکا په ټیم کې د هغوي د ملي ټیم تکړه لوبغاړي شامل دي خو موږ د نومونو د تاثیر لاندې نه راځو او د ورځې په اساس به لوبه کوو.

افغانستان د دوه بریانو نه پس قوي مورال سره میدان ته کوزیږي

د افغانستان د الف لوبډلې د دوه تیرو لوبو ته د کتو په اساس ویل کیږي چې افغانستان په توپ اچونه کې ډیر ښه ځلیدلی.په لومړۍ لوبه کې فرید ملک د نیپال نه بایللې لوبه وگټله او دویمه کې نسیم بړیڅ،حمزه هوتک او کریم صادق د هانگ کانگ ټیم پرنښود چې د نوي نه زیاتې منډې وکړي.

توپ وهنه کې د افغانستان له لوري محمد شهزاد ډیر ښه ځلیدلې. ورسره نجیب ترکی او سمیع الله شینواري هم پخپل نوبت ښه لوبه کړې. احتمال دی چې کریم صادق په ځای شهزاد د لوبې پرانسته وکړي. کپتان محمد نبي به فاینل کې هم په فرید ملک او گلبدین نایب ډیر حساب کوي.

لوبه د کابل په وخت سهار نهه نیمې بجې پیلیږي. افغانستان د کال ٢٠١٠ په اسیايی اولمپیک سیالیو کې د سپینو زو مډال گټلی و.هستي گل عابد وايي چې تر اوسه افغانستان د اولمپیک د سیالیو نه د سرو زرو مډال نه دی گټلی نو دوي به پوره کوشش کوي چې د اولمپیک د سرو زرو لومړۍ مډال افغانستان ته یوسي .