بنګلدیش د ۱۹ کلنو نړیوال جام فاینل ته ووت

د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام په دوېم سیمي فاینل کې نن پنجشنبه (فبرورۍ ۶) د بنګلدیش کرکټ لوبډلې نیوزیلند ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او د روان جام فاینل ته ووت.

په پیل کې د نیوزیلند لوبډلې لوبه وکړه چې په ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۱ منډې وکړې.

د نیوزیلند لپاره ویلر ګرینال ۷۵، ان لیدستون ۴۴، ایف لیمن ۲۴، او جې وایت ۱۸ منډې وکړې.

په ځواب کې د بنګلدیش د نولس کلنو کرکټ لوبډلې چټکه لوبه پیل کړه چې په ۴۵ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۵ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف یې پوره کړ.

د بنګلدیش لپاره محمدالله حسن ۱۰۰، توحید او شهادت حسین هر یوه ۴۰ او پرویز ۱۴ منډې وکړې.

له دې سره بنګلدیش د ۱۹ کلنو کرکټ جام فاینل/ پای لوبې ته ووت او له هند سره سیال شو.

د یادولو وړ ده چې د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام فاینل د راتلونکې یکشنبې په ورځ (فبرورۍ ۹) د هند او بنګلدیش ترمنځ کیږي.

د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام د ۱۶ هیوادونو ترمنځ په سویلي افریقا کې د جنورۍ په ۱۷ نیټه پیل شوی چې د فبرورۍ تر ۹ نیټې پورې به دوام وکړي.