یونیسف: تیرو شپږو میاشتو کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۳۵۰زره ماشومانو، درملنه شوې

عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې څخه د جون ترمیاشتې یې په افغانستان کې د خپلو ګرځنده او ثابتو روغتیايي مرکزونو له لارې په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره اته میلیونه ماشومان معاینه کړي دي.

یونیسف د چهارشنبې په ورځ اګسټ دوهم(زمري ۱۱) د خپل ټویټر په پاڼه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو یو لنډ راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي، چې تیرو شپږو میاشتو کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۳۵۰ زره ماشومانو، چې ۵۶ فیصده یې نجونې وې درملنه شوې ده.

یونیسف ویلي: "د روان ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو دا شمیر کله چې د تیرکال د همدې مودې سره پرتله شي، یونسیف او همکارانو یې سږکال په سختې خوارځواکۍ اخته ۳۱ فیصده زیاتو ماشومانو درملنه کړې ده".

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداري په دغه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د جنورۍ او مۍ د میاشتو ترمنځ د خوندیتوب ځانګړو خدمتونو ته د خلکو اړتیاوې هم زیاتې شوي دي.

دا اداره وايي د روان کال د جنورۍ په میاشت کې ۲۸.۳ میلیونو کسانو دغسې خدمتونو ته اړتیا لرله، چې دا شمیر د مۍ په میاشت کې ۲۹.۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

یونیسف په دغه راپور کې ویلي، چې دغې ادارې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۰ میلیونو کسانو ته، چې نیمايي یې ماشومان و، د روغتیا او تغذیه په برخو کې خدمتونه برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلی: "یونسیف د ۲۰۲۳ جنورۍ د میاشتې د جون ترمیاشتې پورې ۶۳۳ زره ماشومانو چې ۶۰ فیصده یې نجونې وې ۱۹ زره ۶۵۴ کلیوالو ټولګیو له لارې د ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ ولایتونو کې زده کړو ته د لاس رسي امکانات برابر کړي دي."

یونیسف خلکو ته د مرستو د برابرولو دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې نړیوالې ټولنې په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان سره خپلې مرستې د تیرکال پرتله ډیرې کمې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د چهارشنبې په ورځ اګسټ دوییم (زمري ۱۱) په یو راپور کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې د جولای د میاشتې تر ۳۱ پورې ملګرو ملتونو ته د غوښتل شویو پیسو یوازې ۷۴۴ میلیونه ډالر برابر کړي دي.

"اوچا" ویلي، چې دا پیسې د ۱.۴۹ میلیاردو ډالرو له نیمايي څخه هم کمې دي ، چې ملګرو ملتونو یې د خپلو پروګرامونو د برابرولو لپاره غوښتنه کړې وه.

اوچا ویلي، چې د مرستو کمبود په داسې حال کې پیښ شوی، چې په ۲۰۲۲ کال کې د سختې وچکالۍ د دوام له امله مرستو ته د بل هروخت څخه د افغانانو اړتیا زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې اوس مهال افغانستان سره د بشري مرستو د کمبود کچه ۱.۳ میلیارده ډالرو ته رسیدلې ده.