په هند او بنګله دیش کې توفان؛ میلیونونو کسانو کورونه پریښي

توفان او سختې بوړبکۍ چې سرعت یې په ساعت کې ۱۹۰ کیلومترو ته رسیده د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوایي ۳۱) د هند او بنګله دیش ساحلي سیمو ته ورسیدلې.

پداسې حال کې چې دغه دواړه هیوادونه د کروناویروس د وبا پر ضد هڅو بوخت دي، دغه توفان ددې سبب شوی چې د ساحلي سیمو شاوخوا درې میلیونه وګړي امنو ځایونو ته ولیږدول شي.

هندي او بنګله دیشي مقاماتو خبرداری ورکړی چې دغه توفان چې د وچې تر ۲۵ کیلومترۍ پورې به هم ورسیږي د ساحلي سیمو کوډلو ته به سخت تاوان ورسوي.

په هند او بنګله دیش کې د توفان سره په مخامخ شویو دغو ساحلي سیمو کې لږ تر لږه ۵۸ میلیونه کسان ژوند کوي. دغه خلک ناداره دي او د کب نیولو له لارې ژوند کوي.

د بنګله دیش د کاکس بازار کمپ چې په کې شاوخوا یو میلیون روهینګیایي مهاجر اوسیږي هم ددې توفان په وجه له جدي ګواښ سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په ګډون مرسته رسوونکو ددغه کمپ د اوسیدونکو لپاره شاوخوا ۵۰ امن ځایونه جوړ کړي دي.

د هند په کلکته ښار کې توفان چې د سخت باران سره مل دی د زرګونو کورونو د ورانولو سربیره د خرما ونې له بیخه ایستلي دي او د بریښنا زیات شمیر پایې یې ړنګې کړې دي.

د تیلیفوني اړیکو د قطع کیدو په وجه د کلکتې ښار تلفات ندي څرګند شوي خو یوه نجلۍ او یوه ښځه چې ونه پرې راپریوتې ددې طبیعي افت د لومړنیو قربانیانو له ډلې څخه دي.

په بنګله دیش کې د مهاجرت د نړیوالې ادارې مسولین وایي توفان او ورښت کورونه، پلونه ویجاړ کړي او مواصلاتي لارې او مخابراتي اړیکې یې قطع کړي دي چې په وینا یې دغه وضعیت ښایي "نوی بشري ناورین" رامنځ ته کړي.