د ۲۰ اوریز کرکټ د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام لوبې کله او چیرته دي؟

T20 World Cup

د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام تنظیموونکو د جمعې په ورځ، جنوري پنځمه (مرغومی ۱۵مه) وویل چې د ۲۰۲۴ کال د کرکټ د ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړنۍ لوبه د امریکا د تکزاس ایالت ړډالاس په ښار کې او پایلوبه د ویسټ انډیز د 'بارباډوس په کینسینګټن اوول' کې ږشي.

د ۲۰۲۴م کال د نارينه وو ۲۰ اوريز جام چې د امریکا او وېسټ انډيز په ګډ کوربتوب کېږي، لومړۍ لوبه د روان کال د جون په لومړۍ نېټه د کاناډا او امریکا د کرکټ لوبډلو ترمنځ د ډالاس په 'ګرانډ پریري' کرکټ لوبغالي کې کیږي.‌

د امریکا په متحدو ایالتونو کې به د کرکټ د ۲۰ اوریز نړیوال جام ټولټال ۱۶ لوبې وشي. دا لومړی ځل دی چې امریکا کې د کرکټ د یو داسې لوی او نړیوال جام لوبې کیږي.

پدغه جام کې افغانستان په سي ګروپ کې له نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، یوګانډا او پاپوا نیو ګیني سره دی.

بلخوا د جون په نهمه، د یکشبنې په ورځ به د نیویارک د 'ناساو کاونټي لوبغالی' د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ د سیالۍ کوربه وي.

په ۲۰۲۲م کال کې د کرکټ د ۲۰ اوریز جام ګټونکی انګلستان به د جون په څلورمه د سکاټلنډ سره په بارباډوس کې مخامخ شي او ورپسې به خپله بله لوته د پاکستان پر وړاندې د متحده ایالاتو په ډالاس کې ترسره کړي.

انګلستان به همدارنګه د جون په اتمه نېټه په بارباډوس کې له خپل پخواني سیالو اسټرالیا سره لوبه وکړي.

د لوبډلو ګروپونه

ټولې ۲۰ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي او په هر ګروپ کې پنځه پنځه لوبډلې دي. د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به دویمې مرحلې ته لار کوي چې د اتو غوره لوبډلو مرحله ګڼل کېږي.

د دغو اتو غوره لوبډلو له ډلې څخه به یې څلور لوبډلې بیا نیمه پایلوبې ته او دوې نورې به یې پایلوبې ته وځي. د اتو غوره لوبډلو (سوپر اته) ټولې لوبې به په ویسټ انډیز کې ترسره شي.

پایلوبه د جون په ۲۹ په بارباډوس کې ترسره کیږي.