دانش: په اوس وخت کې فډرالي نظام د افغانستان لپاره ګټور نه دی

سرور دانش وايي، چې په اوس وخت کې افغانستان پیاوړي سیاسي ګوندونه نه لري

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش وايي، په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان لپاره فډرالي نظام ګټور نه دی او نه هم د تطبیق وړ دی.

محمدسرور دانش چې د دوشنبې په ورځ (اګست ۲۱) د اجرائیه قوې د تکامل او قضايي څیړنې په اړه د تحقیقاتو د مخ‌کتنې په مراسمو کې وینا کوله، د پارلماني نظام ځانګړتیاو ته په اشارې وویل، چې په دغه نظام کې ولسمشر له پارلمان څخه رایه اخلي او د ولسمشرۍ تر څنګ د حکومت په جوړښت کې د صدراعظم څوکۍ هم وي.

د ښاغلي دانش پر وینا، په پارلماني نظام کې د کابینې غړي او حکومت پارلمان ته ځواب ویونکي دي، خو پارلمان د دولت د رئیس له خوا د انحلال وړ دی.

هغه وویل "زما په نظر بشپړ پارلماني نظام چې څلور ځانګړتیاوې یې ما په ګوته کړې، په افغانستان کې د تطبیق وړ نه دی. په تیر وخت کې هم پارلماني نظام تطبیق شو، خو ښه نتایج یې نه درلودل او په هیواد کې د سیاسي بې‌باوریو لامل شو".

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه، چې لا هم په دغه هیواد کې پیاوړي او ملي ګوندونه نشته او ټول ګوندونه قومي بڼه لري.

د ښاغلي دانش پر وینا، د پیاوړو سیاسي ګوندونو په نشتوالي کې د پارلماني نظام تطبیق کول به، افغانستان په قومي او ګوندي برخو وویشي.

د اساسي قانون د لویې جرګې رابلل، له ریاستي څخه پارلماني ته د نظام بدلول او د اساسي قانون تعدیل د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله ترمنځ د لاسلیک شوې سیاسي موافقې مهم ټکي دي.

د ملي یووالي حکومت د تشکیل په سیاسي موافقې کې راغلي "ولسمشر ژمن دی، ترڅو د اساسي قانون د تعدیل او د اجرایي صدراعظم د څوکۍ د رامنځ ته کولو لپاره، لویه جرګه راوبولي".

په پام کې وه، چې د ملي یووالي د حکومت په لومړیو دوو کلونو کې د اساسي قانون د تعدیل لپاره لویه جرګه راوبلل شي، خو د څه د پاسه دوه نیمو کلونو په تیریدلو سره نه یوازې لویه جرګه راوبلل شوه، بلکې لا تر اوسه د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې د رابللو لپاره زمینه نه ده برابره شوې.