د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمل او بندیانو د تبادلې دوام

د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له مخې د یرغمل او بندیانو د تبادلې په ترڅ کې نن دري اسزائلیان د حماس له بند څخه ازاد شول..

یو فلسطینی بندي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمل او بندیانو د خوشې کیدو په شپږم پړاو کې د اسرائیل له زندان څخه ازاد شوی، خپله لور یې په غیږ کې نیولی.
 

د ازاد شویو یرغملو د کورنیو د خوشحالۍ شیبه

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او د دغو دریو یرغمل شویو خوشې کیدل یې تائید کړي

تر اوسه د دغه اوربند په لومړي پړاو کې ۲۱ یرغمل شوي او تر ۷۳۰ زیات فلسطینیان خوشي شوي دي.

د امریکا ولیمسر دمخه ګواښ کړی و چې که یرغمل نن خوشې نشي د اوربند موافقه به لغوو کړي. 

د اوربند په لومړي پړاو کې، چې تمه کیږي شپږ اونۍ به دوام وکړي، حماس به په تدریجي ډول د سلګونو فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې ۳۳ اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
د.

د اسرائیل د حکومت ویاند هم د یرغمل د نه خوشې کیدو په صورت کې د موافقې د لغو کولو ګواښ کړی و.

دا د اسزائیل او حناس ترمنځ د اوربند وروسته د یرغمل او بندیانو د ازادیدو شپږم پړاو دی

درې خوشي شوي نارینه یرغمل دمخه تر دې چې اسرائیلي ځواکونو ته وسپارل شي د غزې په خان یونس کې نړیوال سره صلیب ته سپارل شوي وو.

 

حماس اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵ به ۳۶۹ فلسطینیان خوشې شي.
 

په همدې حال کې د اسرائیل له زندانونو څخه د فلسطيني بنديانو او نیول شویو کسانو د ليږدولو لومړى بس رام الله ته ورسيد چې د فلسطين بيرغونو په رپولو يې خلکو هرکلى وکړ.