د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو د غزې په اړه د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی


د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند او له جګړې وروسته د غزې د برخلیک په اړه د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند او له جګړې وروسته د غزې د برخلیک په اړه د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ، فبروري ۱۷ (سلواغه ۲۹)، د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند او له جګړې وروسته د غزې د برخلیک په اړه د خبرو لپاره په سعودي عربستان ته تللی.

د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د دندې له پیل کولو وروسته دا منځني ختیځ ته د روبیو لومړنی سفر دی.

په واشنګټن کې د سعودي سفارت وویل چې روبیو د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان سره کتلي دي.

ددغو مشرانو خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغه وړاندیز تمرکز لري چې غواړي د غزې ۲.۳ میلیون وګړي په دایمي توګه ګاونډیو هېوادونو ته له لیږدولو وروسته، د غزې واک ترلاسه کړي او اباده یې کړي.

د سعودي عربستان په ګډون عربي هېوادونو د ټرمپ د پلان سره مخالفت ښودلی او د اسرائیل ترڅنګ د یو داسې فلسطیني دولت د رامنځته کېدو ملاتړ ته یې دوام ورکړی چې غزه یې برخه وي. د کلونو راهیسې دا د امریکا رسمي دریځ هم وو.

روبیو له هغو هېوادونو څخه چې د ټرمپ د پلان سره مخالفت کوي، غوښتي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې د ویجاړې شوې غزې لپاره خپل بدیل پلانونه وړاندې کړي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د شپږو اونیو اوربند یوازې دوه اونۍ پاتې دي. د اوربند د غځولو په اړه تراوسه هوکړه نده شوې.

د غزې د واک اخیستلو لپاره د ټرمپ پلان ښايي د اسرائیل سره د سعودي عربستان د اړیکو د رغولو لپاره د هغه هیلې کمزورې کړي. د عربستان مقاماتو ویلي ترڅو چې د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره لاره نه وي هواره شوې، له اسرائیل سره اړیکې نه عادي کوي.

متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسرائیل د جګړې د اهدافو ملاتړ اعلان کړ. روبیو ویلي چې حماس "باید له منځه ولاړ شي او دا ډله نشي کولای چې د یو پوځي ځواک او یا حکومت په توګه پاتې شي."

بیت المقدس ته د سفر پر مهال روبیو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته وویل: "تر هغو چې حماس د داسې یو ځواک په توګه پاتې وي چې، حکومت وکړي، اداري مسئولیت ولري او یا نور وګواښي، سوله ناشونې ده."

نتنیاهو د ټرمپ خبرې غبرګې کړې او ویې ویل چې که حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې په برید کې نیول شوي پاتې لسګونه یرغمل خوشې نکړي، نو "د دوزخ دروازې به خلاصې شي."

حماس چې د امریکا لخوا د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل دی، د شنبې په ورځ د اسرائیل له زندانونو څخه د ۴۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې درې اسرائیلي یرغمل ازاد کړل.

د حماس د اورپکو د اکتوبر اوومې په برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. په لسګونو یرغمل لاتراوسه د حماس په قید کې پاتې دي.

ددغه برید وروسته په غزه کې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې، د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۴۸ زره فلسطینیان وژل شوي دي. اسرائیل ادعا کړې چې په دې کې ۱۷۰۰۰ ورانکاري شامل دي.

ددې راپور معلومات له رویټرز او اسوشیتد پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG