هند کې زورور طوفان په لسګونو کسان مړه کړي 

د هند په ګجرات ایالت کې ستر موسمي طوفان نن د مۍ په ۱۸ (غوایي ۲۸) لږ تر لږه ۲۷تنه وژلي دي. مقامات وایي شاوخوا ۱۰۰نور کسان بې درکه شوي.

دغه طوفان سلګونه زره خلک له بریښنا هم محرم کړي دي.

دغه سخت موسمي طوفان چې په ساعت کې ۱۳۰کیلومتره چټک سخت بادونه ورسره مل دي، د ساحلي غاړو د ودانیو کړکۍ ماتې کړي، د بریښنا په زرګونو ستنې او ونې یې نړولي او مصیبت ځپلو سیمو ته یې غزیدلي سړکونه بند کړي دي.

د ممبای ښار په یو ساحل کې اته متره لوړو څپو د تیلو د ایستلو د یوې دستګاه اړوند یوه کشتۍ ډوبه کړې ده. مقامات وایي چې پدغه کشتۍ کې ۲۷۳ کسان سپاره وو چې له ډلې څخه یې ۹۷تنه بې درکه شوي دي.

د هند د دفاع وزارت ویلي چې جنګي بیړیو تر اوسه ۱۷۷تنه ژغورلي دي او لا هم هڅه کوي چې ژوندي پاته کسان د سمندر په اوسني سخت طوفاني حالت کې وژغوري.

د هند د سمندري ځواکونو هلیکوپتر‌و په یوه کارګو کشتۍ کې ګیر پاته ۱۷۳کسان هم ژغورلي دي.

مقامات وایي چې دغه طوفان ۱۶۵۰۰ کورونه زیانمن کړي، ۴۰زره ونې یې له بیخه نړولي او ۲۴۰۰ کلي یې له بریښنا څخه محروم کړي دي.

دا پداسې حال کې دي چې دغه هیواد د کروناویروس د وبا له نوې څپې سره مخامخ دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په هند کې په کروناویروس اخته کسانو شمیر نژدې ۳۳ میلیون تنه او پدې وجه د مړینو شمیر څه دپاسه ۲۷۸ زرو ته رسیدلی دی.