هندي کشمیر کې سیلابونو ۱۶ کسان وژلي دي

چارواکي وايي د شنبې په ورځ جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) په هندي کشمیر کې سختو سیلابونو د هندوانو یو مشهور زیارت ته نږدې ۱۶ کسان وژلي په سل ګونه خیمې یې وړي دي.

شاوخوا ۱۰ زره کسان د هیمالیا په غرونو کې یوې سمڅې ته نږدې د (اماراناټ) معبد شاوخوا راغونډ شوي وو چې دفعتا توره وریځ راغله او سیلابونه وبهیدل.

چارواکي‌ وایي چې د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي او د لادرکه کسانو د موندلو لپاره هڅه کوي. هغوی زیاتوي‌ چې د مړو او ټپیانو لیږد پیل شوی دی.

د هند صدراعظم نرندار مودې او د هغه د حکومت څو تنو جګپوړو چارواکو په دې پيښه کې د خلکو د وژل کیدو له امله خواشیني ښودلې ده او داغداره کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

د کشمیر د پيښو په وړاندې د مبارزې د ادارې یو چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: "موږ تر اوسه ۱۶ جسدونه موندلي او شاوخوا ۴۰ لادرکه دي."

دغه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې امنیتي ځواکونه او د ژغورنې ټیمونه د لادرکو او ټپیانو د موندلو هڅه کوي.

د هند پوځ وایي چې دوه پیاده کنډکونه، خاص ځواکونه یې له ژغورونکو سپیو سره یوځای د ژغورنې د عملیاتو لپاره سیمې ته استولي دي.

د فرانسې خبري‌ آژانس زیاته کړې ده چې ژغورونکو ډلو یاد معبد ته نږدې د پوځ له خوا جوړ شوي‌ ساحوي روغتون په ګډون ۶۳ ټپيان صحي مراکزو ته انتقال کړي دي.

هر کال په سل ګونه زره کسان څو ورځې له سختو غرنیو لارو څخه په تیریدو دغه معبد ته ځانونه رسوي.

زیارت کوونکي په دې معبد کې له کنګل څخه سترې جوړې شوي مجسمې ته احترام کوي او وایي دا د هندوانو شیوا یا خدای دی.

سږ کال سختو موسمي اورښتونو او سیلابونو په جنوبي آسیا کې پر مالي تاوانونو سربیره ځاني تاوانونه هم اړولي دي. په جون میاشت کې سختو سیلابونو د هند په شمال ختیځ کې یو شمیر لرې پرتې سیمې زیانمنې کړې.

په همدې میاشت کې څه باندې ۱۰۰ تنه نور په بنګله دیش کې وروسته له هغه ووژل شول چې سخت بارانونه وشول او د سیندونو د اوبو سطحه لوړه شوه.

سیلابونه په هند او بنګله دیش کې یو معمولي تهدید دی خو کارپوهان وایي چې د اقلیمي بدلونونه دغه تهدیدات نور هم زیاتوي.