په اېتوپیا کې ځایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ، جولای ۲۴ (زمري درېیمه) وویل، چې د دغه هیواد په جنوب کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمیر ۲۲۹ تنو ته لوړ شوی دی.
د چارواکو په وینا، پداسې حال کې چې له دې طبیعي ناورین څخه په اغیزمنو شویو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي، ددې احتمال شته چې د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیات شي.
د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې، د ځمکې ښویېدنې لومړی پیښه د یکشنبې په ماښام د سویلي اېتوپیا په ګوفا سیمه کې د سختو اورښتونو له امله رامنځ ته شوه او دویمه پیښه بیا د دوشنبې په سهار په داسې حال کې رامنځه شوه چې ځایي خلک د پیښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره راټول شوي وو.
د ګوفا په سیمه کې د بیړنیو حالاتو د ملي ادارې مشر مارکس میلسي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې نه پوهیږي د ژغورنې عملیات به کله پای ته ورسیږي. هغه وویل، ژغورونکي لا هم د پیښې په ځای کې دي " او د قربانیانو لټون کوي."
یو بل ځايي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، چې د ماشومانو او پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ مړي موندل شوي دي.
د پیښې په اړه خپاره شوي ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې خلک او ځایي چارواکي د پیښې د قربانیانو د ایستلو لپاره په بیلچو او تشو لاسونو خاورې لیرې کوي.
په ګوفا کې یوه سیمه ییز چارواکي مسکیر متیکو وویل، د مرګ ژوبلې شمېره په داسې حال کې لوړه شوې، چې خلک د ځمکې د ښویېدو له امله د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره سیمې ته ورغلل. هغه دا "یوه غمجنه پیښه" وبلله.
د ایتوپیا صدراعظم، ابي احمد د دې پېښې په تړاو ویلي، چې په یادې پيښې کې د خلکو په مرګ ژوبلې سخت خواشینی دی او د نوموړي په وینا، له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره حکومتي چارواکي سیمې ته استول شوي دي.
Our hearts and prayers are with the families of the more than 157 community members who tragically lost their lives in devastating landslides following heavy rains in southern Ethiopia%27s #Gofa district. We stand in strong solidarity with the people and Government of #Ethiopia as…
— Moussa Faki Mahamat (@AUC_MoussaFaki) July 23, 2024
د افریقايي اتحادیې مشر ،موسی فکي محمد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام لیکلي، په داسې حال کې چې د ورکو شویو کسانو د موندلو او ټپیانو ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي، دغه اتحادیه د اېتوپیا د خلکو او د حکومت ترڅنګ په کلکه ولاړه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان( ډبیلو ایچ او) مشر چې دا مهال په ایتوپیا کې دی، هم ویلي چې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواږي څرګندوي. نوموړي زیاته کړې، چې ددغه سازمان یو روغتیايي ټیم ناورین ځپلې سیمې د بیړني روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو په موخه استول شوې دی.