په یوګنډا کې د سخت دریځو په برید کې ۳۷ زده کوونکي وژل شوي 

په یوګنډا کې د سخت دریځو په برید کې د یو ښوونځي په لسګونو زده کوونکي وژل شوي

د یوګنډا پوځ او پولیسو د سې شنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) وویل چې د اسلامي دولت یا داعش پورې تړلو وسله والو د دغه هیواد په لویدیځ کې یو ښوونځي ته اور اچولی چې له امله یې ۳۷ زده کوونکي وژل شوي دي.

دا په تېره یوه لسیزه کې پدې هیواد کې د سخت دریځو تر ټولو ناوړه برید دی.

دا برید د کانګو دیموکراتیک جمهوریت سرحد ته څیرمه د ام پاندوي ښار په لیبریرا منځني ښوونځي کې شوی. د یوګنډا پوځ ویلي چې دوی د متحدو دموکراټیک ځواکونو (اې ډي اف) په نوم وسله والو تعقیب پیل کړی دی.

د یوګنډا چارواکو همداشان ویلي دي چې د زده کوونکو لیلیې ته اور اچول شوی او د دموکراټیکو ځواکونو افراطیانو، محصلین په وحشیانه توګه په چړو وژلي دي.

د یوګنډا د پوځ ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره تائید کړې چې په دغه برید کې د ۳۷ تنو جسدونه موندل شوي دي. د دغې اعلامیې له مخې د سخت دریځو پدغه برید کې اته نور کسان ژوبل شوی هم دی او بریدکوونکو همدا راز شپږ کسان تښتولی دي. د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.

په یوګنډا کې په ۲۰۱۰ کال کې د کمپالا په ولسوالۍ کې له بمي چاودنې وروسته چې ۷۸ کسان پکې ووژل شول، د جمعې د ورځې دا برید تر ټولو خونړۍ حمله ګڼل کیږي. د الشباب وسله والې ډلې چې په سومالیا کې میشته ده د ۲۰۱۰ کال د بمي چاودنې مسؤلیت په غاړه اخیستی و.