معلولینو د ملاتړ ادارې وايي چې افغانستان کې معلولین دډیرو ستونزو سره مخ دي

د معلولینو د نړیوالې ورځې "درییم ډسمبر" سره هممهاله د معلولینو د ملاتړ ادارې وايي چې په افغانستان کې د معلولینولوړ شمیر ته په کتنې په دغه هیواد کې د هغوی د ژوند د ښه کیدو لپاره ډیر څه نه دي شوي.

د ډسمبر درییمه نړۍ کې د معلولینود وضعیت په اړه د خلکو د پوهاوې لپاره د معلولینو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي

افغانستان کې د څلورو لسیزو څخه د زیاتې مودې جګړې دغه هیواد ته د نورو زیانونو سربیره په میلیونو معلولین هم په میراث پریښي دي.

که څه هم افغانستان کې د معلولینو د شمیر او وضعیت په اړه کومه تازه سروې نه ده شوې، خو د اسیا فونډیشن ادارې له خوا په ۲۰۱۹ کال کې د یوې شوې سروې موندنې ښيي چې په دغه هیواد کې ۱۳.۹ فیصده وګړي چې ۴.۵ میلیونه کیږي د معلولیت د مختلفو ډولو څخه کړیږي.

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینود چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش ددې ورځې په مناسبت په یوخپور شوي ویډیوي پیغام کې ویلي چې دغه وزارت تراوسه ۱۸۰ زره معلولینو نومونه ثبت کړي دي.

ښاغلي خاموش ویلي:" د شهیدانو او معلولینو وزارت تر دې دمه په ټول هیواد کې ۱۸۰ زره معلولین ثبت کړي دي چې د دې جملې څخه ۱۳۰ زره یې ملکي معلولین دي. همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال په تیرو شپږو میاشتو کې لس نیم میلیارده افغانۍ په هیواد کې معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د میاشتنۍ نغدي مرستې او مساعدونو په توګه د بانک له لارې تادیه کړي دي".

یو شمیر معلولین وايي چې په تیرو اوږدو کلنو کې ددوی ستونزو ته ډیره پاملرنه ده شوې په ځانګړي ډول د معلولینو په خپل ځان باندې د متکي کیدو په برخه کې هغوی ته د حرفوي زده کړو د برابرولو په برخه کې ډیر څه نه دي شوي چې له امله یې معلولینو ته په ټولنه کې د یو غیر فعال او کورنۍ د بار یو غړي په توګه کتل کیږي.

د افغان معلولینو او اسیب پذیرو وګړو په نوم د یوې غیر دولتي موسسې یو چارواکي عارف احمدزي هم امریکا غږ ته وویل چې افغانستان کې معلولین د ګڼو ستونزو سره مخ دي او د هغوی د ستونزو د هوارولو لپاره تراوسه ډیر څه نه دي شوي.

ښاغلي احمدزي وویل:" افغانستان کې د معلولینو د وضعیت د ښه کیدو په برخه کې ډیر څه نه دي شوي، معلولین د ډیرو ستونزو سره مخ دي. یوازیني کسان چې فعلا معلولینو سره مرستې کوي هغه همدغه موسسې دي او دولت دی چې معلولینو ته سهلتونه برابروي خو ددغو مرستو سره سره تراوسه د معلولینو اړتیاوې نه دي پوره شوې او معلولین نورو مرستو ته اړتیا لري".

ښاغلي احمدزي وویل چې د افغان معلولینو او اسیب پذیرو وګړو د ادارې د معلوماتو له مخې معلولین د معلولینو مخصوصو په لاس او بریښنا چلیدونکوبایسکلونو یا ویلچرونواو لاس امساو ته ډیره اړتیا لري.

ښاغلي احمدزي وویل:" حرفوي زده کړو په برخه کې چې دوی د خپل معیشت لپاره غذايي مصونیت له ستونزې وژغورل شي او ورسره معلولینو ته په دفترونو کې د کار کولو امکانات برابرول... ځانګړي ډول د فیزوتراپي په برخه کې معلولینو ته خدمتونو وړاندې کولو ته اړتیا ده او ۳۴ ولایتونو کې د معلولینو کورنیو سره په ځانګړي ډول د هغوی بچیانو ته د زده کړو او کار د زمینو برابرولو ته اړتیا ده".

افغانستان په ډیرو برخو کې د ځمکې لاندې ښخ شوي ماینونه او د تیرو جګړو څخه پاتې ناچاودې توکي په هغو عواملو کې ګڼل کیږي چې لا هم په دغه هیواد کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو د مرګ ژوبلې او معلولیت سبب ګرځي.

د ایم ډي سي په نوم د ماینونو د پاکونې د موسسې د رئیس شهاب حکیمي د معلوماتو له مخې اوس هم په افغانستان کې هره میاشت ماینونه او ناچاودې توګي له ۱۲۰ تنو څخه زیاتو کسانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

ښاغلي حکیمي امریکا غږ سره په مرکه کې اندیښنه وښوده چې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته په لوی شمیر د افغان کډوالو ستنیدل به چې اکثره یې کلیوالو سیمو ته ستنیږي په دغه هیواد کې د ملکي تلفاتو شمیر کې لا زیاتوالی راولي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پریکړې پر اساس له ۱۹۹۲ کال راهيسې د ډسمبر درییمه هر کال په نړۍ کې د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نومولو هدف د معلولیت اړوند مسئلو په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د معلولیت لرونکو وګړو د وقار، حقونو او هوساینې ملاتړ کول ښودل شوی دي.

ملګري ملتونه سږکال دا ورځ د " معلولیت لرونکو وګړو لپاره د دوامداره پراختیايي اهدافو د ترلاسه کولو په برخه کې په ګډه کار کولو" ترنامه لاندې لمانځي.