په اسلامآباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان له دې پریکړې هرکلی کړی چې پر وینا یې جمعې په ورځ به د چمن دروازه د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ بېرته پرانیزي.
عاطف مشعل په خپل ټویټر کې لیکلي، دا تصمیم چې یواځې ډریوران په دې لاره تګ راتګ ته پرېښودل شي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د "پراخو بحثونو" وروسته نیول شو دی.
هغه زیاته کړې ده: "د ښه نیت ښودلو دا ډول اقدامات به په داسې یو سخت حالت کې چې COVID19 په چټکۍ سره په سیمه کې د خپرېدو په حال کې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لامل شي".
Such gestures of goodwill at a difficult time when COVID19 is spreading rapidly in the region will only result in strengthening of bilateral relations between both countries. 2/2 @hchakhansuri
— Atif Mashal (@MashalAtif) March 18, 2020
د پاکستان حکومت د سپینبولدک-چمن لارې د بېرته پرانیستلو په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
پاکستان دغه راز د افغانستان په ختیځ کې د تورخم دروازه هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده. افغان سفیر د دغې دروازې د بېرته پرانیستلو په اړه په خپل ټویټري پیغام کې څه نه دي ویلي.
عبدالله عبدالله ویلي چې د پاکستان صدراعظم د هغه په غوښتنه د سپینبودلک-چمن لاره بېرته پرانیزي.
د عبدالله دفتر په یو بیان کې ویلي: "له دوه اونیو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي لارې د تړلو له امله ۱۵۸۴ لارۍ چې په کې ۳۲۰۰ کانتینره د افغانستان د سوداګرو توکي او لومړني خوراکي مواد شامل دي د چمن-سپینبولدک په دروازه کې او د افغانستان د سوداګرو شپږ زره کانټینره ترانزیتي توکي د کراچۍ په بندر کې ودرول شوي وو".
خو د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په دې اړه غبرګون کې ویلي چې اوس افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ګڼې ترانزیتي لارې لري او په یوې لارې د دغه هېواد د تکیې وخت پای ته رسېدلی.
Afghanistan has diversified its connectivity routes with the region & thus the single lifeline route dilemma has ended. This has given us our lost resilience. The State capacity to strategize COVID-19 campaign & keep the super virus of terror at bay at same time is impressive.
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) March 19, 2020
پاکستان د مارچ په دوېیمه د کروناويروس ناروغۍ د مخنيوي په موخه د سپين بولدک - چمن لاره د یوې اونۍ لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دغه لاره هره ورځ تر ۳۰زره زياتو کسانو او د سوداګرو سلګونه موټرو تګ راتګ درلود.