د اسيه بي بي مدافع وکيل له پاکستان نه وتښتید

د مسیحۍ میرمن اسیه بي بي وکیل سیف الملوک له پاکستان نه نامعلوم ځای ته تښتیدلی دی. ښاغلي ملوک، اسیه بي بي چې اسلام ته د سپکاوي په تور د مرگ سزا محکومه وه، وژغورله.

ښاغلي ملوک د رویټرز اژانس ته ويلي چې هغه ځکه بهر ته ځي چې "قهر جن خلک یې ونه وژني". هغه دا هم ویلي چې د خپلې کورنۍ په اړه هم اندیښمن دی. لا معلومه نه ده چې هغه څنګه او چېرته تللی دی. پاکستاني چارواکو هم لا د هغه په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان یوې محکمې په ٢٠١٠ کال کې اسیه بي بي اسلام ته د سپکاوي په تور د مرگ په سزا محکومه کړه، خو د پاکستان سترې محکمې د تیرې چهارشنبې په ورځ د اسیه بي بي د خوشې کولو پریکړه وکړه.

د سترې محکمې د پریکړې سره جوخت د پاکستان تحریک لبیک اسلامپالې ډلې په ټول هیواد کې احتجاجي مظاهرې پیل کړې او د سترې محکمې د قاضي او په پریکړه کې د دوو نورو دخیلو قاضیانو د وژلو گواښونه یې کول.

د اسیه بي بي د خوشې کولو پر ضد د اسلامپالو مظاهرې

​ښاغلی ملوک وروسته له هغې د پاکستان نه ووت چې ددې هیواد یو حکومتي پلاوي د اسلامپالو ډلو سره د مظاهرو او اعتراضونو د ختمولو په هکله یوې پریکړې ته ورسید.

حکومت موافقه کړې چې د هیواد نه د اسیه بي بي د وتلو د مخنیوي لپاره به له "قانوني لارو چارو" کار واخلي.

د میرمن اسیه خوشې کیدو په پاکستان کې د سختدریځو غوسه راپارولې او په اسلام آباد او نورو ایالتونو کې مظاهرې روانې دي چې دې کار د صدراعظم عمران خان نوي حکومت ته تازه سرخوږی رامنځ ته کړی دی.

په اسيه بي بي باندې په ٢٠٠٩ کال کې تور لگول شوی و چې هغې پخپله سيمه کې په پټو کې د کار کولو پر وخت له نورو کارگرو ښځو سره د بحث په مهال د اسلام پيغمبر ته سپکاوى کړى و.