افغان میرمنې د امریکا له راتلونکي ولسمشر څه غوښتنې لري؟

د امریکا د متحده ایالاتو له ټاکنو څخه یوه ورځ وروسته یو شمیر افغان میرمنې د امریکا له راتلونکې ولسمشر څخه غواړي چې په افغانستان کې د ریښتینې ډیموکراسۍ د تحقق په برخه کې له هغوی څخه ملاتړ وکړي.

د ښځو د حقونو دغه فعالانې وايي چې په اوسنیو شرایطو کې چې د سولې خبرې هم روانې دي متحده ایالات باید د افغان میرمنو ترڅنګ ودرېږي او په حکومتي جوړښتونو کې د ښځو او نارینه‌و تر مساوي ګډونه پورې ترې ملاتړ وکړي.

دغه فعالانې همداشان وايي چې افغان میرمنو خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره په وروستیو کابو دوو لسیزو کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي او دا باید له پامه ونه غورځول شي.

حقوق‌پوهه کلثوم صدیقي وايي: "د ښځو سیاسي، ټولنیزې، فرهنګي او مدني لاسته رواړنې چې په تیرو دوو لسیزو کې د نړیوالې ټولنې او د امریکا د متحده ایالاتو په همکارۍ ترلاسه شوي او زموږ غوښتنه دا ده چې د دغو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د افغانستان د ښځو ترڅنګ ودرېږي او افغان میرمنې یواځې پرېنږدي ترڅو موږ شل کاله وړاندې تیارو ته بیا لاړې نه شو".

د هرات د ولایتي شورا غړې سکینه حسیني وايي چې د امریکا حکومت تل له افغان ښځو سره د هغوی د سیاسي او ټولنیز وضعیت د ښه‌والي په برخه کې مرستې کړي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې له نارینه‌و سره مساوي حقونو ته د رسېدو لپاره د سولې په پروسه کې هم له افغان ښځو څخه ملاتړ وکړي.

اغلې حسیني دغه راز وویل چې د امریکا راتلونکی ولسمشر باید د ښځو اړوند پراختیايي پروژو په بودجه کې کموالی نه بلکې زیاتوالی راولي.

هغې زیاته کړه: "د افغانستان د انتخاباتو پر مهال خو ورته د ښځو مسله ډېره مهمه نه وه، اوس تمه لرو چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونه او همداشان زموږ رسنۍ او بشري او مدني حقوق باید د سرې کرښې په توګه وي او موږ بیا د ښوونځیو او مدرسو د تړل کېدو شاهدان نشو".

دغه فعالانې اندېښنه لري چې افغان میرمنې له دې په ویره کې دي چې د افغانستان په اړه د امریکا په سیاستونو کې په احتمالي بدلون سره به یو ځل بیا په افغانستان جګړه زیاته شي او او افغان ښځې به د دغو جګړو اصلي قربانیانې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست انتخاباتو وروستي نتایج نه دي څرګند شوي.