ولسمشر ترمپ ته د ماتې ورکولو په سر د ډموکرټانو مبارزه

ډموکراټان په دې سیالي کوي چې څوک ولسمشر ترمپ ته د ماتې ورکولو لپاره غوره کاندید کیدای شي

د میشگین په دیټرویټ ښار کې د ډموکراټو کاندیدانو د مناظرې په دویمه ورځ (چهارشنبې د جولای ٣١) د امریکا د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال جوبایډن د دموکراټو کاندیدانو د توجه مرکز گرځیدلی و.

د مناظرې نهو ډموکراټو کاندیدانو د جو بایډن د صحي بیمې او مهاجرت پر تگلارو باندې کلک انتقادونه وکړل.

خو بایډن هم سمدستي د خپلو ډموکراټو سیالانو ځواب ورکړ او داسې د ولولو ډکه فضا یې جوړه کړه چې گواکې هغه تر ټولو غوره او یوازنۍ ډموکراټ کاندید دی چې کولای شي راتلونکي کال کې ولسمشر ترمپ ته ماتې ورکړي.

بایډن همدارنگه د مهاجرت پر مسلې د اوباما د حکومت وزیر هولیان کاسترو سره شخړه وکړه. کاسترو غواړي چې د امریکا له سرحده تیریدل قانوني شي.

د نیویارک سناتوره کرستین جیليبرند د بایدن هغه څرگندونې یادې کړې چې هغه ډیر کلونه مخکې په کاري ماحول کې د ښځو په اړه کړې وې.

ډموکراټان هڅه کوي چې د خپلو تگلارو په تشریح کولو د رای اچونکو پاملرنه ځانته واړوي او دغه گوند بلاخره داسې نوماند وټاکې چې راتلونکې کال کې جمهوري غوښتونکي ولسمشر ترمپ ته ماتې ورکړي.

خو کله چې ډموکراټو سیالانو پر یو بل انتقادونه نه کول نو پر ولسمشر ترمپ باندې به یې نیوکې وکړې.

جوبایدن د نژادي او قومي تنوع په اړه د ترمپ په وروستیو جنجالي څرگندونو نیوکې وکړې.

د ٢٠١٦ کال په ټاکنو کې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین شعار دا و چې امریکا نه ختمیدونکو بهرنیو جگړو ته دوام نشی ورکولی.

د ټرمپ د ولسمشرۍ تر نیمايي زیاته دوره تیره شوې ده، خو په افغانستان او عراق کې اوس هم امریکايي عسکر دیره دي.

په تیرو دوو ورځو مناظرو کې شلو ډموکراټو کاندیدانو هم دا ژمنه وکړه چې دوی به خپل عسکر بیرته هیواد ته ستنوي او هغه پیسې چې په نورو هیوادونو کې مصرفیږي، هغه به په امریکا کې دننه مصرف کړي.

بایډن هم ویلي چې له ختیځو اسیايي هیوادونو سره د ولسمشر اوباما په وخت کې شوي تړون کې به بیرته ور گډ شي، خو وروسته له هغه چې د تړون په شرطونه له سره وغږیږي.

د ډموکراته کاندیدانو بله مناظره به په سپتمبر میاشت کې ترسره شي او کیدای شي د کاندیدانو شمیر تر دې کم شي ځکه د سیالۍ شرایط ډیر سختیږي.