دیموکراتان ولې د ټرمپ د استیضاح په اړه یو نظر ندي؟

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون د سانسور شوي راپور تر خپریدو وروسته، دیموکراتان د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح په اړه یو نظر نلري.

په دغو دیموکراتانو کې یو شمیر هغه هم شامل دي چې اوس د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دي.

د جمهوري ریاست دیموکراته کاندیده الیزابت وارن چې یوه له دغو کاندیدانو ده وايي:"امریکا داسې یو هېواد نه دی، چي خلک ووایي خیر دی چې د امریکا جمهور رئیس زموږ په هیواد کې د بهرني برید او یا هم خپله د جمهور رئیس د ناسم رفتار په اړه د تحقیقاتو مخه نیولې ده."

خو په مجموع کې داسې ښکاري چې دیموکراتان د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح او له واک څخه د هغه د لرې کیدو په اړه یو نظر نلري.

آن د کانګرس د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي هم اوسمهال د جمهور رئیس له مواخذه کیدو سره مخالفه ده او غوره ګڼي چې جمهور رئیس او حکومت یې د کانګرس د استعماعیه غونډو له لارې ځواب ویونکي ووسي.

خو په واشنګټن کې یوه څیړونکې جولي پيس وايي: " میرمن پلوسي داسې احساس کوي چې که د مواخذه کیدو اقدام وشي نو نه یوازې باید د مواخذه کیدو لپاره پیاوړي اسناد موجود وي بلکې ددې کار لپاره پر دیموکراتانو سربیره د جمهوري غوښتونکو موافقه هم مهمه ده."

په عین وخت کې یو شمیر نور څیړونکي په دې باور دي که دیموکراتان د جمهور رئیس د استیضاح په اړه هوکړه هم وکړي دا یو اوږد او خطرناک سیاسي بهیر دی.

جمهور رئیس ټرمپ په ټویټر کې پر دیموکراتانو انتقاد کړی او خبریالانو ته یې ویلي چې دی د مواخذه کیدو په اړه آن ډیره لږ اندیښنه هم نلري.

یو شمیر څیړونکي وايي د استیضاح بحث د سیاسي لوبې یو جز دی او روان به وي، خو زیاتوي هغه مهم مورد چې جمهور رئیس یې د اوریدو تمه درلوده د روسیې تحقیقات وو چې پکې له روسیې سره دده د سازش په اړه څه ونه موندل شول.

که دیموکراتان مواخذه کیدل وځنډوي هم ، داسې ښکاري چې د مولر راپور به د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د دیموکراتانو د کمپاین مهمه برخه وي.

Your browser doesn’t support HTML5

د جمهور رئیس ټرمپ استیضاح