پاکستان کې لسګونه زره کسان د ډینګي په بیمارۍ اخته شوي

سږکال پاکستان کې د ډینګي ناروغۍ ۶۶ کسان مړه کړي

د پاکستان روغتیایي چارواکي وایي چې سږکال تر اوسه پورې ۴۴زره کسان د دینګي په بیمارۍ اخته شوي دي.

د پاکستان د روغتیا ملي انستیتوت د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله سږکال ۲۷زره ډیر کسان په دغې بیمارۍ اخته شوي.

دا انیستیوت وايي چې سږکال په دغې بیمارۍ له اخته کسانو څخه ۶۶ کسان مړه شوي چې دغه شمیره په کال ۲۰۱۱ کې ۳۷۰ تنو ته رسیدلې وه.

په پاکستان کې ډاکټران د ډینګي بیمارۍ په شمیرو کې د ډیروالي پړه په حکومت باندې اچوي. ډاکټران وایي چې چارواکي په اسلام اباد او پنجاب کې د اوبوزیرمو ته پام او دوا پاشي نه کوي.

ددغې بیمارۍ غټ شمیر د اسلام اباد په راولپنډۍ سیمه کې دی چیرته چې ۱۲ زره او ۴۳۳ کسان په دغې بیمارۍ اخته شوي.

ډینګي داسې ناروغي ده چې په کې د انسان مفصلونو او عضلو کې سخت درد پیدا کیږي. دغه دردونه دومره شدید وي چې په نتیجه کې یې د اندامونو کږیدو لامل هم ګرځي.

دغه ویروسي بیماري چې د ماشې له لارې خپریږي د سردرد او تبې سره پیلیږي او وروسته د بدن نور غړي پړسوي. د نړۍ ۴۰ سلنه نفوس په داسې سیمو کې اوسیږي چې پکې د ډینګي ویروس پیدا کیدو امکان شته.

د ډینګي ویروس وروسته له هغې په یوې اندیښنې بدله شوه چې د نړۍ له یوې برخې هیوادونو څخه نورو ته د خلکو کډوالي او تګ راتګ زیات شو.