ډنمارک رد شوي کډوال یوې لرې جزیرې ته لیږي

د دڼمارک حکومت په پام کې لري تر څو هغه کډوال یوې لرې جزیرې ته ولیږي چې د کډوالی عریضی یې رد شوي دي او یا هم جرمي سابقه لري.

د حکومت دغه اقدام د خلکو تر منځ پراخ غبرګونونه پارولي دي او حتا د پارلمان هغو غړو هم په دې اړه اندیښنه ښودلې کوم چې په اکثرو مواردو کې د دولت ملاتړي بلل کیږي. دوي د حکومت دغه کار د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

مارتین هنریکسن چې”په ډنمارک کې د کډوالو ضد حزب“ یو غړۍ دی وایي “دغه اقدام په دې معنی ده چې”ډنمارک نور د کډوالو د خوښې ځای نه دی”

ټاکل شوی چې دغه کډوال به د لیندهولم جزیره کې میشت شي چیرته چې د تیر میلادي کال پورېد څارویو د ساري بیماریو د تحقیق مرکز او د ډنمارک د وترنرۍ په نوم د یو دولتي انستیتیوت لابراتوار موجود و.

ویل کیږي چې دغه جزیره به د ۲۰۲۱ کال پورې د مکروبونو څخه پاکه او د هغې وروسته به د یادو کډوالو د اوسیدو په مرکز بدله شي.