ژور خفگان یا ډپریشن چې زیاتره خلک یې په اړه یې اوس هم خبرې نه کوي او نه یې دارو درمل کوي، د نړۍ یوه د هغو ناروغیو سخه ده چې د امریکا د ژور خپگان سره د مبارزې د مرکز په وینا هر کال پرې په میلونو خلک اخته کیږي.
د نړۍ د بیلابیلو ملکونو نه د ټویټر کاروونکو د ژورخپگان سره د مبارزې په هدف په ټویټر خپلې خاطرې شریکې کړي او ځینې هغه کسان چې علاج یې کړی وي، هغوي هم د نورو نه وغوښته چې په ژور خفگان یعني ډپریشن ځان نه نانگاره کوي، ځکه دا یوه خطرناکه ناروغي ده او ډاکټر ته دې ورشي.
د ټویټر یوې فعالې کومل شاهد په خپل ټویټر ولیکل چې که تاسو د ژور خفگان سره مخ یئ او زړه یو نه غواړي چې څه کار وکړئ، نو مه یې کوئ. هغه لیکي:
It%27s okay if you don%27t feel like getting out of bed. It%27s okay if you can%27t take a shower. It%27s okay if you lied & cancelled all plans. Depression is mentally exhausting. It%27s okay if all you did today was breathe. Mental illness is as real as physical one.#HowIFightDepression
— Komal Shahid (@ArmedWithWords) June 19, 2019
"که نه غواړئ چې بستر پریږدئ، او ولامبئ، بیخې سمه ده. دا هم بیخې سمه ده که تاسو خپل پلانونه وځنډوئ. ژور خپگان په ذهن سخت فشار اچوي. دا هیڅ خبره نه ده که نن تاسو هیڅ کار ونه کړئ. روحي ناروغي د فزیکي ناروغۍ ډول ده."
د ټویټر یو بل فعال ټوني پوسننکسي د خلکو نه غوښتي چې که ژور خفگان احساسوي نو خامخا دې مرسته وغواړي، یعني ډاکټر ته دې ورشي. هغه لیکي:
I felt like a loser at the time going to see a doctor. It saved my life. Honestly, depression steals joy and makes you believe you are worthless. You aren’t. I assure you. I’m glad I got adjusted. I’m glad I found the courage for help. #HowIFightDepression
— Tony Posnanski (@tonyposnanski) June 19, 2019
"ما به ډاکټر ته په تگ ځان بد گڼه. خو همدغه زما ژوند وژغوره. ریښتیا دا دي چې ژور خفگان ستاسو نه خوښي اخلي او څوک ځان ډیر بی قدره احساسوي، خو تاسوبی قدره نه یئ. زه خوښ یم چې زما صحت سم شو. زه خوښ یم چې ما د خفگان سره د مبارزې لپاره مرسته وغوښته."
د ټویټر په دغه ټرینډ کې ځینو برخه اخیستونکو نورو ته دا مشوره هم ورکړیده چې په اړه دې یې د خپلو دوستانو او خپلوانو سره خبره وکړي.
مونږ هم د ژور خفگان په موضوع چې ولې په افغانستان او پاکستان کې دغه اوس هم ناروغي نه گڼل کیږي او زیات خلک دا گڼي چې خفگان به په خپله سم شي، په پیښور کې د روحي ناروغیو د یو ډاکټر معاز عبید نه وپوښته نو هغه وویل:
"یوه لویه وجه یې دا ده چې خلک ډپریشن لیونتوب گڼي. اوس هم په ټولنې کې هغه کس چې زهني بیمارۍ ولري، لیوني بلل کیږي. خلک ځکه د خپلې زهني بیمارۍ په اړه خبره نه کوي او نه ډاکټر ته ورځي"
خو ډاکټر عبید زیاته کړه چې دغه یې یواځینې لامل نه دی. هغه وویل چې زمونږ په ټولنې کې په عمومي توگه خلک د صحت خیال نه ساتي او بیا ژور خفگان خو د خلکو خویي یا عادت بلل کيږي.