دانش: د لنډمهالي حکومت غوښتنه معقوله نده

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش د حکومت اپوزیسیون ته په ويناء کې د ټاکنو د کمیسیون د ځینو ولایتي دفترونو د تړلو، له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون په بیا کتنې او د لنډ مهاله حکومت د رامنځته کېدو مسائلو ته په اشارې سره وویل چې سیاسي مشران باید هڅه و نه کړي چې افغانستان په شاتګ وکړي.

ښاغلي دانش چې نن د محرم د نمانځنې مراسمو ته ويناء کوله وویل چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د ټاکنو ځنډول، د لویې جرګې دایرول او د لنډمهاله حکومت جوړول معقول کار ندی.

هغه سیاسي رهبرانو ته وویل چې نه باید افغانستان شاته بوځي او ددې هیواد د ثبات په دوام او پرمختګ کې دې پرېکوڼ نه راولي.

ښاغلي دانش وویل" په صراحت سره یې وایم، د ټاکنو د کمیسیون د دفترونو تړل چې د هر چا او هر ډلې څخه وي، د عمومي مصالحو په خلاف حرکت دی، دا کار د افغانانو اساسي حقوق نقض کوي، اساسي قانون پایمالوي، د ولسواکۍ او عامو خلکو د برخلیک په اړه یوه بیهوده تشبث دی".

د ولسمشر د دوهم مرستیال دا څرګندونې پداسې حال کې مطرح کیږي، چې د افغانستان ملي لوی ائتلاف د ټاکنو د کمیسیون څو ولایتي دفترونه پدې خاطر چې د راتلوونکو پارلماني ټاکنو لپاره یې غوښتنې ندي منلي تړلي وو.

د رایو ورکوونکو بایو متریک کول او د ټاکنیز سیستم بدلون د سیاسي ګوندونو او جریانونو له عمده غوښتنو نه دي، خو د ټاکنو کمیسیون بیا وايي، چې د وخت د کمي له امله نشي کولی چې دا دواړه غوښتنې یې پر ځای کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال وویل چې چې سیاسي اپوزیسیون او جریانونه حق لري، چې نیوکې او اعتراضونه وکړي د حکومت په ضد وکړي، خو په حکومت نیوکې د خلکو د برخلیک له یرغمل کولو پرته نور څه ندي.

د هغه په ويناء ټاکنې حکومتي پدیده نده، بلکې دا ملي پروسه ده، مسؤلیت یې هم ټولیز او برخلیک یې هر افغان ته منسوب دی.

هغه زیاته کړه" ددې په مقابل کې هر ډول خنډ، د افغانستان له لوی ملت سره خیانت دی".

د ولسمشر دوهم مرستیال د ولسي جرګې د هغو غړو په ځواب کې چې د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه کوي وویل" ایا دا افراد د خپل هیواد او ټولنې د امنیتي او اقتصادي وضعیت او ګواښونو څخه خبر دي. ایا په خیالي دنیا کې اوسي او که له حکومت سره عقدې دې ته اړ کړي، چې دا ټول هیواد دښمن ته وسپاري".

هغه دا هم وویل چې ولسي جرګه باید د سیاسي رقابتونو په خاطر ملي ګټې له پامه ونه غورځوي.