په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت مرستیال جان مک کري وایي چې په فاریاب کې یې د طالبانو په لاس د تاسیساتو د ورانولو او د خلکو د نیولو «حېرانوونکي» راپورونه لیدلي دي.
په ځینو رسنیو او ټولنیزو رسنیو په خپاره شویو راپورونه کې ویل شوي چې طالبانو د فاریاب ولایت د اندخوې ولسوالۍ له نیولو وروسته هلته تاسیسات ویجاړ کړي دي.
د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن د یکشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ۶) په خپل ټویټر کې په دې اړه د سفارت د مرستیال جان مک کري خبرې خپرې کړي دي.
ښاغلي مک کري ویلي دي: «د فاریاب د اندخوي ولسوالۍ حیرانوونکي (بوږنوونکي) راپورونه ګورم. د طالبانو له لوري د هټیو او حکومتي ودانیو سوځول، د تاسیساتو او مخابراتي شبکو ویجاړول د هغوی افراطیت او د افغانانو بشري حقونو ته نه درناوی څرګندوي.»
Seeing shocking reports from Andkhoy District of #Faryab. The Taliban’s burning of shops & govt buildings, detaining of people, & destruction of infrastructure & communication networks demonstrates their extremism & their disregard for the human rights of the Afghan people.- IM
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) June 27, 2021
په ټویټ کې ویل شوي نه دي چې طالبانو په اندخوي کې څومره ځاني او مالي تلفات اړولي دي.
ښاغلي مک کري داسې مهال دا خبرې کړي دي چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې «طالب وسله والو تاسیسات وران» کړي. په یوې ویدیو کې ښودل کیږي چې څو ورځې مخکې طالبانو د فراه په ولایت کې هم ودانۍ په بمونو الوځوي.
په افغانستان کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دوا خان مینه پال د جون په ۱۵ دا ویدیو په خپل ټویټر کې خپره کړې وه او وايي چې طالب وسله وال د انار درې ولسوالۍ ودانۍ ورانوي.
دیویشتمي پیړۍ وحشیان، ترهګردفراه دانار درې ولسوالۍ ودانۍ ویجاړوي pic.twitter.com/BLDZ8OjHWt
— Dawa khan Menapal (@menapal1) June 15, 2021
دا خبرونه داسې مهال خپریږي چې ځینې طالب چارواکي وايي خپلو جنګیالیو ته یې ویلي دي چې «ودانۍ، پلونه او سړکونه» وران نکړي. مګر داسې راپورونه شته چې د طالب وسله والو له لوري د حکومت تر کنترول لاندې سیمو له نیول کېدو وروسته هلته ودانۍ او تاسیسات ویجاړ شوي او لوټ شوي.
ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د «طالبانو دا کار» غندلی دی. د ټولنیزو رسنیو دغه فعالان وايي چې دا ودانۍ او تاسیسات « د ولس شتمني» ده او نباید زیان ورته ورسیږي.