توحیدي: کابل سره پرې شوې بریښنا په موقت ډول نښلول شوې

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي، چې په بغلان ولایت کې د ازبکستان او تاجکستان د ۳۰۰ میګاواټه پرې شوې بریښنا یوه برخه په موقت ډول له کابل سره نښلول شوې ده.

تیره شپه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د دولت وسله‌والو مخالفینو د بریښنا یوه ستنه په بمونو والوزوله، چې له امله یې د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو بریښنا پرې شوه.

د افغانستان د بریښنا شرکت ویاند وحید‌الله توحیدي امریکا غږ آشنا ته وویل، د دغه شرکت تخنیکي ډلې کابل ته د بریښنا د رسولو په موخه د بریښنا مزي بیرته په موقت ډول تړلي دي.

هغه وویل "د بریښنا مزي په موقته توګه بیرته تړل شوي، چې ۲۰۰ میګاواټه بریښنا کابل ته لیږدوي".

ښاغلي توحیدي زیاته کړه، چې د بریښنا د ستنې د بیارغولو چارې به یوه اونۍ دوام وکړي.

مخکیني معلومات

د بغلان والي عبدالحی نعمتي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې تیره شپه شاوخوا دوه بجې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په کیله‌ګي دشته کې د وارداتي بریښنا یوه ستنه په بمونو والوزوله.

ښاغلي نعمتي وویل "اوس زموږ خلک هلته لاس په کار دي، امیدواره یو چې تر ماښام پورې دغه کار ترسره شي او برق بیرته فعاله شي".

د بغلان والي زیاته کړه، چې له دې وړاندې د دغه ولایت د ډنډ د سیمې طالبانو ګواښ کړی وو، که ورته بریښنا ورنکړي نو په ورانکارۍ به لاس پورې کړي.

د افغانستان د بریښنا شرکت مسولین وايي، چې په بغلان کې د تاجکستان او ازبکستان د وارداتي بریښنا د ستنې د ړنګیدو له امله، د کابل، پروان، ننګرهار، میدان وردګ او غزني ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.

د بریښنا شرکت ویاند وحید‌الله توحیدي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د دغې ستنې د بیا رغولو لپاره تخنیکي ډله سیمې ته رسیدلې ده.

ښاغلي توحیدي وویل "زموږ همکارانو خپل کار پیل کړی دی، هیله‌مند یو چې تر ماښامه پورې یې ورغوو او که و نه شو نو تر سبا پورې به انشاالله ورغول شي".

د ښاغلي توحیدي پر وینا، د بریښنا دغه ستنه د کرکر سټیشن پورې تړلې ده، چې د ازبکستان او تاجکستان ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا افغانستان ته انتقالوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیره اونۍ هم د کندز ښار په خواجه غلتان کلي کې، افغانستان ته د تاجکستان د وارداتي بریښنا دوه ستنې تخریب شوې وې، چې مسولیت یې وسله‌والو طالبانو منلی وو.