طلاقې شوې افغانې مېرمنې وایي طالبانو له خپلو پخوانیو مېړونو سره یو ځای کېدو ته اړې کړي

عکس: ارشیف

په افغانستان کې یو شمېر ښځې چې پخوا یې له خپلو مېړونو طلاق اخیستی، ادعا کوي چې د طالبانو قوماندانانو اړ ایستلي چې له خپلو پخوانیو مېړونو سره بیرته یو ځای شي.

مروه (مستعار نوم)، د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې، د کورني تاوتریخوالي له کبله له خپل پخواني مېړه طلاق اخیستی و، له دې امله چې یو طالب قوماندان یې بېرته خپل پخواني مېړه ته ورستنول غواړي، اوس له خپلو اتو بچیانو سره په پټه ژوند کوي.

په افغانستان کې یو شمېر مدافع وکیلانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې طالبانو د زیات شمېر مېرمنو طلاقونه باطل کړي او هغوی مجبورې شوي چې له خپلو پخوانیو مېړونو سره بیرته یو ځای شي.

مروه وايي چې د مېړه ظلمونو طلاق اخیستو ته اړ کړې وه. هغې وویل: "داسې وخت هم وو، چې زه به په ورځو، ورځو بې هوښه وم... زما پخواني مېړه به زما ویښتان دومره په زور کش کول، چې زما ټول وېښتان یې وایستل. هغه به زه داسې وهلم چې غاښونه یې راته مات کړل."

مروه وايي، دې وضعیت مجبوره کړې ده چې له خپلو شپږو لوڼو او دوو زامنو سره له کوره په سلګونو کیلومتره لرې په بد حالت کې په پټه ژوند وکړي.

هغې وویل: "زما اولادونه راته وايي، پرواه نکوي که موږ لوږه تېروو، لږ تر لږه خو د پلار له ظلم خوندي یو. دلته موږ څوک نه پېژني."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې په هرو لسو ښځو کې نهو یې د خپل د ژوند د ملګري له خوا فزیکي، جنسي او یا رواني تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

خو په دې سنتي ټولنه کې د ښځې دپاره طلاق او له مېړه جلا کېدل تر کورني تاوتریخوالي هم بد ګڼل کیږي.

طلاق د سلام له نظره

د تېر حکومت پر مهال په ځینو ښارونو کې د طلاق کچه مخ په لوړېدو وه، او د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې تر ډیره په تعلیم او کار روزګار پورې محدودې وې.

مدافع وکیلې نظیفې، چې د خپل بشپړ نوم یادول نه غواړي، په تېر حکومت کې تر سلو زیاتې د طلاق دوسیې حل او فصل کړي دي خو اوس د طالبانو په واکمنۍ کې د کار اجازه نلري. هغه وايي چې زیاتره ښځې د هغه څه له کبله چې له دوی سره کیږي، خپل بخت ملامتوي.

خو د پوهاوي د کچې له لوړېدو سره د تاوتریخوالي ښکار میرمنې پوه شوې چې له خپلو مېړونو څخه جلا کېدل ورته ممکن دي.

نظیفې وویل: "کله چې د میړه او ښځې تر منځ هیڅ جوړ جاړی پاتې نه وي، حتی اسلام د طلاق اجازه ورکوي."

د افغانستان په تېر حکومت د کورنیو مسایلو دپاره په ځانګړو محکمو کې ښځینه قاضيانو او مدافع وکيلانو کار کاوه، خو د طالبانو په قضايي سیستم کې دا وخت یوازې نارینه کار کوي.
نظیفې فرانس پرس ته وویل چې د هغې لږترلږه پنځو پخوانیو موکلینو ورته ویلي چې د مروې په څېر له سرنوشت سره مخامخ دي.

یوه مدافع وکیله چې نه غواړي نوم یې پدې راپور کې واخیستل شي، وايي د طالبانو محاکم یوازې هغه وخت ښځې ته د طلاق اجازه ورکوي چې مېړه یې په مخدره توکو روږدی وي او یا له هیواده بهر وتلی وي او د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کې رامنځته شوی طلاق د اعتبار وړ نه بولي.

هغې وویل: "د کورني تاوتریخوالي په صورت کې او یا کله چې یو مېړه طلاق ته غاړه نږدي، محکمه طلاق نه ورکوي."

مروه یوازنۍ مېرمن نده، چې د طلاق اخیستلو وروسته له ستونزو سره مخامخ شوې ده. ثنا چې ۱۰ کاله وړاندې په ۱۵ کلنۍ کې د خپل د تره زوی ته واده شوې وه، اوس له کوره لرې د خپلو څلورو لوڼو سره له مېړه پټه ژوند کوي.

هغې وویل: "که زما بچو به د ډوډۍ دپاره وژړل، هغه به موږ وهلو. مېړه به مې راته ویل، چې ښځې د خبرو کولو حق نلري."

ثنا د حقوقي خدماتو د پروژې په مرسته وکړای شول چې له مېړه څخه طلاق واخلي، خو د طالبانو له راتګ وروسته، هغه وايي، طالبانو ورته خبرداری ورکړ چې که له مېړه سره بیرته یو ځای نشي، اولادونه به یې ورڅخه واخلي.

هغه وايي، له مېړه سره په داسې حال کې بېرته یو ځای کېدو ته مجبوره شوه چې هغه بل واده کړی و.

د طالبانو چارواکو فرانس پرس ته وویل چې د دوی اړوند مقامات به د داسې دوسیو په اړه کتنه وکړي چې طلاق شوي ښځې له خپل پخواني مېړه سره یو ځای کېدو ته مجبوري شوي وي.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند عنایت الله د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی به د تېر نظام پر مهال ترسره شوي طلاقونه د اعتبار وړ وګڼي، وویل چې دا یوه پېچلې موضوع ده.

هغه وویل: "که موږ ته دغه ډول شکایتونه راشي، موږ به يې د شریعت مطابق په اړه څېړنې وکړو."

په تېر حکومت کې د کورني تاوتریخوالي قرباني مېرمنو لپاره د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې د امن خونو په نوم ځانګړي مرکزونه موجود وو، خو د طالبانو حکومت دا مرکزونه تړلي دي.