ماشومان، ځیرک تیلیفونونه او د کورنیو اندیښنې

د تکنالوژۍ چټکې ودې په تیره بیا د ماشومانو له خوا په ځیرکو تلیفونونو او ټبلیټونو کې د بیلابیلو اپلیکیشنونو کارولو د کورنیو اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

که څه هم میندې او پلرونه ځیرکو تلیفونونو ته د خپلو ماشومانو لاسرسی محدودوي او یو شمیر اپلیکیشنونه څاري، خو بیا هم دغو وسیلو او اپلیکیشنونو ته د دوی لاسرسی نشي محدودولی.ټ

د ۱۳ کلنې اریال مور جینیا بوینز چې لور یې په تیلیفون او ټبلیټ کې مختلف اپلیکیشنونه کاروي وایي "

کومه تکنالوژي چې په آنلاین نړۍ کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ډیزاین شوې ډیر اعتبار ورباندې نشي کیدلی".

هغه وایي دا ځکه کله چې یې د خپلې لور په تلیفون کې د ټویټر اپلیکیشن بلاک کړ، لوریې له یوې بلې لارې انترنت ته لاسرسی پیداکړ او له یوه نا اشنا کس څخه یو پیغام ورته واستول شو چې لیکلي وو " پښه دې راوښیه"

جینیا بوینز وایي "خپلو ماشومانو ته تلیفونونه په لاس کې ورکول داسې دي لکه چې تاسو د خپل نوي کدیلاک موټر کیلي دوی ته ورکړی."

متقاعد پولیس افسر، ریچارد ویستوکي چې د انترنتي جرمونو په برخه کې تخصص لري وايي ځینې میندې او پلرونه په خپلو ماشومانو ډیر اعتماد لري او ډیر وختونه په خپلو ماشومانو د ډیر اعتماد له امله له لویو ستونزو سره مخامخ کیږي.

د هغه په وینا یو شمیر کسان وایي، "زما ماشوم نه. نه زما ماشوم هیڅکله دا کار نه کوي." خو د ښاغلي ویستوکي په وینا، داسې نه ده بلکه اوس د کم عمرلرونکي ماشومان له نا اشنا کسانو سره د وټس اپ، هوس پارټي او میوزیکلي د اپلیشکیشنونو له لارې چټ کوي.

یوه مور نه پوهیدله چې دیارلس کلنې لور یې د سنپ چټ د اپلیکیشن له لارې له یو نا اشنا هلک سره پیغامونه تبادله کول، خو کله چې یې مشرې لور ورته وویل، خبره شوه.

د امریکا په شیکاګو ښار کې د نتن هل د لومړنیو زده کړو د ښوونځي مدیره ډان الیس ګومیز وايي، ښوونځي یې له زده کوونکو غوښتې چې ښوونځي ته له ځان سره تلیفونونو رانه وړي.

هغه وایي "زه د داسې یوه کس په توګه چې تکنالوژی ته مناسب لاسرسی لرم او له ماشومانو سره کار کوم، تصور نشم کولئ چې دوی په آنلاین بڼې څومره شیانو ته لاسرسی لري."

خو تکنالوژۍ ته د دوی مناسب لاسرسی هم کافي نه دی، ماشومان آن د خپلو میندو او پلرونو تر نظارت لاندې له تلیفونونو څخه د ناسمې استفادې لپاره، لارې پیدا کولاي شي.