اختر کې د کانګو ناروغۍ د ګواښ په اړه خبرداری

داکټرانو د لوی اختر په ورځو شپو کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د کانګو د تبې د ناروغۍ د ګواښ په اړه، چې د څارویو څخه انساناتو ته انتقالیږي خبرداری ورکړی دی.

د څارویو د ناروغیو متخصیصینو د لوی اختر د پیل په درشل کې په افغانستان کې د کانګو د تبې د خپریدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی او د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې د قربانۍ د څارویو د ذبح کولو پر مهال له خلکو د احتیاطي تدابیرو غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتیا، کرهڼې اوبو لګولو او مالدارې وزارتونو او د کابل پوهنتون یوه ګډه سروې، چې د شنبې په ورځ کابل کې پایلې خبریالانو سره شریکې شوې، ښيي، چې په کابل کې هم څاروي کنې لري، چې د کانګو د تبې په نوم وژونکي ناروغي انسانانو ته انتقالوی شي.

دا سروې، چې د دغو دریو ادارو له خوا د کابل په ۱۳ ناحیو کې د څارویو د خرڅلاو په سیمو کې شوې، په ترڅ کې يې د معاینه شوو ۴۲۰۰ څاریو له ډلې ۳۵ فیصدو کې یې د کانګو د تبې د لیږد کنې موجودې وې.

د کابل پوهنتون د وترنرۍ د پوهنځي استاد اسدالله صمدي د سروې د پایلو د اعلان پر وخت وویل، چې د یکشنبې په ورځ، چې خلک د لوی اختر قرباني کوي باید د قربانۍ پر وخت جدي حفاظتي تدابیر ونیسي.

ښاغلي صمدي وویل:" د څارویو د ذبح کولو پر مهال، د شخصي ساتنې وسایل، چې په کې عینکې، چپن، ماسک او دستکشې شاملې دي باید خامخا واغوندي. هغوی، چې پر لاس زخم لري یا یې لاس ګریدلی وي د څارویو په ذبح کولو کې دې برخه نه اخلی. په ډاډه زړه، کله، چې غوښه پخه شي، بیا هیڅ خطر نلري. هغوی، چې امکانات لري، نو غوښه دې په یخچال کې تر ۲۴ ساعتونو وساتي او بیا دې خلکو ته وویشي دا یو ډیر ګټور کار دی، چې پر ویرس باندې د ککړتیا احتمال خورا راکموي".

د کابل پوهنتون د وترنرۍ د پوهنځي استاد وویل، چې په کابل کې د سروې پرمهال یې ۱۵۰۰ ډول ډول کنې راټولې کړي،چې نه یوازې د کانګو د تبې ویرس انتقالولی شي، بلکې د نورو ناروغیو سبب هم ګرځیدلی شي.

د کابل پوهنتون دغه استاد وویل، چې د کانګو د تبې د ناروغۍ ډیرې پیښې په کابل کې د لوی اختر ورځو ته په نږدې موده کې بيښې شوي دي.

ښاغلي صمدي وویل:"د سروې پر مهال زمونږ لومړني معلومات دا ښيی، چې هغوی، چې په دایمي ډول په یوه سیمه کې څاروي پلوري، سږکال په دغسې ځایونو کې متاسفانه ډیرې پیښې ثبت شوي دي، په ځانګړي ډول په هغو ځایونو کې، چې مونږ ورته نخاس وایو، د څارویو د پلورلو دایمي ځایونه، په همدغو ځایونو کې په تیرو ورځو کې ډیرې پیښې واقع شوي دي".

د افغانستان د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د کانګو د ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې سږ کال د افغانستان په ۳۸۸ ولسوالیو کې د څارویو د ګڼې ګونې په ځایونو کې د کنو له منځه وړلو لپاره دوا شیندلې ده.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې تیرکال د لوی اختر په ورځو کې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د کانګو ۲۴۹ پیښې ثبت شوې وې، چې د ۳۴ تنو د مړینې سبب شوې. د دغو پیښو زیات شمیر د هرات په ولایت کې ثبت شوې وې.