امریکا لسګونه افغان کډوال شړلي

د افغانستان د کډوالو چازو وزارت د امریکا له حکومت نه وغوښتل چې د افغانانو شړل بند کړي

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزرات وایي په امریکا کې د دونالد ټرمپ له واکمنیدلو وروسته، د ناقانونه افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل شوې ده.

دونالد ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم، امریکا ته د ځينو کډوالو د راتګ د مخنیوي او مېشتو ناقانونه کډوالو د شړلو په اړه یو لړ فرمانونه خپاره کړل.

د افغانستان د کډوالو وزارت وايي د په تیر یوه کال کې دوه ډلې افغانان له متحدو ایالتونو څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د وزارت سلاکار حفیظ میاخیل امریکاغږ ته وویل "یوه ډله یې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۲۰ راواستول شوه چې ۲۱ کسان و او بله ډله یې پنځه/شپږ کسان وو."

ښاغلي میاخیل وویل چې په شړلو شویو کسانو کې یې یو شمېر "د پناه غوښتنې په شرایطو پوره نه وو او ځينې نور یې د یو لړ جرمونو" له کبله شړل شوي دي.

د " ډاکمنټ کلاوډ" سازمان چې له امریکا څخه د شړل شویو کډوالو شمېرې ثبتوي، وايي چې په ۱۰۱۶-۱۷ کلونو کې له متحدو ایالتونو څخه د کډوالو شړل زیات شوي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۴ او په ۲۰۱۷ کال ۴۸ افغانان له متحدو ایالتونو څخه ویستل شوي دي.

په دوې کې په جرمونو تورن، بې اسناده کډوال او هغه کسان شامل دي چې په خپله خوښه یې غوښتل امریکا پرېږدي.

د بشري حقونو سازمانونو له اروپايي او نورو پرمخ تللو هیوادونو نه غوښتلي چې د افغانستان امنیتي حالات د کډوالو د بیرته ستنولو لپاره سم ندي او کډوال باید ونه شړل شي.

دا پداسې حال کې ده چې جرمني، ناروي، انګلستان او ځینو نورو هیوادنو په تیرو درو کلونو کې سلګونه افغان کډوال او پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته لیږلي دي.