دوحه کې د سولې د مذاکراتو د طرزالعمل نه افشا شوي جزییات 

امریکاغږ هغو اسنادو ته لاسرسی موندلی چې په ۲۱ مادو کې یې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د اجنډا په اړه کاري پروسه په ډاګه کړې ده.

دغه ۲۱ مادې که څه هم زیات شمیر یې معمول رسوم لکه د غونډو پیل د قران کریم په تلاوت او پای یې په دعا، د یو بل سره د مذاکره کوونکو اړخونو چلند یا هم د پنځګونو لمونځونو لپاره وقفه غوندې مسایل دي چې د د سپتمبر له ۱۲ راهیسې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل وروسته د دواړو اړخونو د استازو د کار ثمره ده.

پدغه سند کې راغلي چې د ۲۱ مادو سربیره "بین الافغاني مذاکرات" به د دوحې د موافقې چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹ لاس لیک شوه، د تلپاتې سولې لپاره د افغانستان د خلکو د غوښتنې او د تلپاتې سولې لپاره د مذاکره کوونکو اړخونو په ژمنې باندې ولاړ وي.

ددغې موافقې په اساس په ظاهره د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره د امریکا او طالبانو د موافقې په اساس د طالبانو غوښتنه عملي شوې ده. د افغانستان حکومت چې ټینګار یې کاوه د افغانستان د جمهوريت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ ګډه اعلامیه او د مشورتي لوی جرګې پریکړه د مذاکراتو د پرمخ بیولو اساس وي داسې څرګندیږي چې ددې سند په اساس د خپل دې موقف نه په شا شوی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا-طالبانو په موافقه کې د افغانستان حکومت طرف نه و، او یواځې پدې سند کې د طالبانو څخه د بین الافغانی خبرو د کولو ژمنه اخیستل شوی وه.

پدې سند کې د "افغانستان د اسلامي جمهوریت د هیت" او هغه څه چې طالبان "د افغانستان اسلامي امارت" ادعا کوي، ندي ذکر شوي او په بدل کې د مذاکره کوونکو اړخونو کلیمه ذکر شوی ده.

همداشان دا سند د "د ډیرو مهمو اسنادو" د محرمیت په ساتنه او "د هر ډول معلوماتو د افشا کولو" مخنیوی چې مذاکراتو ته تاوان رسوي، ټینګار کوي. په یوه ماده کې راغلي دي چې " رسنۍ او نور خلک چې غواړي د بیلابیلو نومونو لاندې د مذاکراتو صحنې ته داخل شي، باید د مذاکراتو له ځای نه لرې وساتل شي."

همداشان پدې سند کې ویل شوي هغه مسایل چې "د اسلام د دین او د هیواد علیاوو ګټو خلاف" وي د بحث په اجندا کې نه شاملیږي، خو هیڅ ډول وضاحت ندی ورکړل شوی چې کوم بحثونه د اسلام او د هیواد د علیاوو ګټو خلاف ګڼل کیږي.

د طالبانو استازو په پیل کې ټینګار کاوه چې د اختلاف وړ مسایل د حنفي فقې په رڼا کې حل شي، خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت هیات چې په ترکیب کې یې څو تنه شیعه مسلمانان شته د لومړۍ ورځې څخه یې استدلال کاوه چې دا ډول کار کیدای شي د نورو مذهبي ډلو پر وړاندې د توپیر په توګه وکارول شي.

د دوحې د مذاکراتو تازه افشا شوی سند دا ځل په صراحت ویلي دي چې "که د مذاکراتو په ترڅ کې د شرعي نصوصو په تفسیر کې اختلاف رامنځ ته کیږي، د مذاکره کوونکو ټیمونو ګډ هیات به هغه فیصله کوي."

د سولې د مذاکراتو د اجنډا لپاره د طالبانو د استازو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د هیات د کار پیل په پراخه توګه په ملي او نړیواله کچه وستایل شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکره کوونکی هیت پداسې حال کې د سولې په اجندا باندې بحث پیل کړی دی چې تازه د افغانستان د یو شمېر ولایتونو څخه د وسله والو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

تېره شپه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو یو مرکز ته نژدې موټر بم او وروسته وسله وال برید کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې دغه برید طالبانو کړی، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په وینا نن چهارشنبه د سولې د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ جدي بحثونه پيلیږي.

عبدالله عبدالله تیره ورځ وویل چې د مذاکراتو په جریان کې د افغان حکومت او خلکو لومړنۍ غوښتنه د اوربند ټينګېدل دي. نوموړي له طالبانو څخه وغوښتل چې د اوربند ټینګېدو برخه کې یو «لوی ګام» واخلي.