د دونالډ ټرمپ پخوانۍ لومړۍ مېرمن مړه شوه

دونالډ ټرمپ او ایوانا په ۱۹۷۷ کې واده وکړ او په ۱۹۹۲ کې سره جلا شول

د امریکا د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ پخوانۍ لومړۍ ښځه ایوانا ټرمپ د ۷۳ کالونو په عمر مړه شوه.

ښاغلي ټرمپ نن پنجشنبه جولاۍ ۱۴ (چنګاښ۲۳) د هغې د مړینې خبر خپور کړ.

د رویټرز خبري اژانس د ښاغلي ټرمپ له خولې لیکلي دي: «زه په خواشینۍ سره ټولو هغوی ته،‌ چې [ایوانا] یې خوښېدله، او ډېرو ورسره مینه لرله، خبر ورکوم چې هغه د نیویارک په ښار کې په خپل کور وفات شوې ده.»

ښاغلي ټرمپ دا خبر په خپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) کې خپور کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تېرو ټاکنو د نتایجو له اعلان وروسته فیسبوک او ټویټر د ښاغلي ټرمپ حسابونه وتړل او هغه یې د دغو شبکو د اصولو څخه په سرغړونې تورن کړ. ښاغلي ټرمپ له هغه وروسته خپله ټولنیزه شبکه پرانیستله او اوس هلته فعال دی.

ایوانا او دونالډ ټرمپ په ۱۹۷۷ کې واده وکړ او په ۱۹۹۲ کې سره جلا شول. ښاغلی ټرمپ له ایوانا څخه درې اولادونه ایوانکا، دونالډ جونیر او ایریک لري. ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې ایوانا ویاړلی او انګیزه بخښونکی ژوند وکړ.

تر دې دمه د ایوانا ټرمپ د مړینې علت معلوم نه دی او نه هم د هغې کورنۍ په دې اړه څه ویلي دي.