آیا د خرې شیدې د کرونا پر ضد مبارزه کې مرسته کوي؟ 

په نړۍ کې د کرونا ویروس د وبا د خپریدو سره د بدن د معافیت موضوع په یو تود بحث بدله شوې او په ګڼو هیوادونو کې د کروناویروس د واکسین د جوړیدو هڅې روانې دي.

خود البانیې اوسیدونکو د دغې ستونزې د حل یوه جالبه لاره موندلې ده.

د البانیې اوسیدونکي‌ په دې باور دي چې د خرې شیدې د بدن معافیت اوچتوي او د ګڼو بیماریو پر ضد مبارزه کې مرسته کوي.

د خرې د شیدو په اړه همدغه باور نن سبا په دغه هیواد کې د خرو د فارمونو جوړولو ته هڅولي او ګڼ شمیر هغه خره چې پخوا به پرې بارونه وړل کیدل، نن سبا ښه خوراک ورکول کیږي او ساتل کیږي.

۳۷ کلن ایلتون کیکیا چې ډیر وخت یې خبریالي کړې دوه کاله وړاندې یې د پاپر په کلي کې د خرو د هغه فارم پالنه پیل کړه چې د پلار څخه ورته پاتې و.

کیکیا وایي په مارکیټ کې د خرو د شیدو تقاضا ډیره اوچته ده او نن سبا یو لیټر شیدې په ۵۰یورو خرڅيږي. په داسې حال کې چې البانیې کې د خلکو د میاشتني عاید اوسط اندازه ۴۰۰یورو ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د خرې شیدې او د بدن معافیت

سره له دې چې تر اوسه هیڅ کوم روغتیایي یا طبي بنسټ دا تصدیق کړې نه ده چې د خرې شیدې د کروناویروس درملنې کې ګټه وکړي خو د دغو شیدو د ګټو څخه انکار هم نشي کیدی.

د دغو فارمونو مالکان او د خرو د شیدو کاروونکي بیا وایي‌چې دغه شیدې څکل دوي ته یو ډول رواني درملنه ده او ددې ډاډ ورکوي چې د کرونا په وړاندې به یې د بدن معافیت تل اوچت وي.