ملګري ملتونه د سوریې لپاره لس میلیارد ډالر غواړي 

د ترکیې سره په پوله د سوري مهاجرو یو کمپ

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې نن د مارچ په ۳۰ (وري ۱۰) په یو ویدیویي کنفرانس کې نړیوال مرستندویان راټول شوي چې په سوریه کې له جګړه ځپلو او په ګاونډیو هیوادونو کې یې د سوري مهاجرو لپاره مرستې راټولې کړي.

ملګرو ملتونو له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د سوریې د جګړه ځپلو، بیځایه شویو او مهاجرو لپاره ۱۰ میلیارد ډالرو بیړنۍ مرستې ته سخته اړتیا لري.

پدغه ویدیویي کنفرانس کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وویل چې: «د لسو کلونو راهیسې د سورې خلک له مرګ، تباهۍ، بیځایه کیدو او محرومیت سره مخامخ دي.»

هغه زیاته کړه: «حالات په ښه کیدو نه بلکه په خرابیدو دي. څه دپاسه ۱۳ میلیونه کسان سږکال د ژوندي پاته کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. دا د تیر کال په پرتله ۲۰ فیصده زیاتوالی دی او د نفوس اکثریت له لوږې سره مخامخ دي.»

د فرانس پرس د خبري اژانس د رپوټ له مخې د سوریې او ددې هیواد د مهاجرو لپاره د مرستې په ننني کنفرانس کې جرمني د دوه میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل: «د سوریې غمیزه باید نور لس کاله دوام ونه کړي. د هغې پای ته رسول د هیلو په راژوندي کولو پیل کیږي. دا نن دلته زمونږ پر ژمنو پیل کیږي.»

د سوریې په هکله د بروکسل پنځم کنفرانس چې د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له خوا یې مشري کیږي څه دپاسه ۵۰ هیوادونه او ۳۰ نړیوال سازمانونه سره راټول کړي دي.

د سږني کنفرانس هدف د ۱۰ میلیارد ډالرو راټولول دي چې ۴.۲ میلیارد ډالر یې دننه په سوریه کې د بشري مرستو لپاره او نور یې په سیمه کې د سوري مهاجرو لپاره ځانګړي شوي دي.

په سوریه کې د تاوتریخوالي کچه پداسې حال کې راټیټه شوې چې د جمهور رئیس بشارالاسد ځواکونو د روسیې په ملاتړ د هیواد زیاتې سیمې بېرته نیولي دي.

خو د کروناویروس وبا او د سوریې د ملي پیسو رکود په سوریه او ګاونډیو هیوادونو کې د میلیونونو سوریانو رنځ زیات کړی دی.

ملګري ملتونه وایي په عمومي توګه ۲۴ میلیونه کسان دننه په سوریه او په سیمه کې مرستو ته اړتیا لري چې د تیر کال په پرتله څلور میلیونه کسان په کې زیات شړوي دي.

د سوریې ګاونډي هیوادونه ترکیه، اردن او عراق د میلیونونو سوري مهاجرو د ځای پر ځای کولو لپاره د ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

له بلې خوا د دوشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مجازي غونډه کې په سوریه کې د عمده لوبغاړي روسیې نه وغوښتل چې د مرستو د رسولو لپاره لارې بیرته پرانزي تر څو د پراخو بشري مرستو لاس رسي ته اجازه ورکړل شي.

د سوریې د رژیم ملاتړي مسکو تیر کال سوریې ته د ځمکنیو غځیدلو لارو پرانستل پدې بهانه ویتو کړل چې دا د سوریې د حکومت د حاکمیت پر ضد دي.

پداسې حال کې چې روسیه اسد د جګړې ګټونکی اعلان کړی، د امریکا متحده ایالات او د هغې اروپایي متحدین پدې ټینګار کوي چې د څه دپاسه لس کلنې شخړې د جنایتونو حساب کتاب باید وشي.