په مصر کې د اورګاډو په ټکر کې لس ګونه کسان وژل شوي

پدې پیښې کې ۴۲ تنه وژل شوي او د سلو نه زیات ژوبل شویدي.

دوه اورګاډي د مصر د اسکندریې په ښار کې د دوه اورګاډو په ټکر کې لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۳۳ نور ژوبل دي. د مصر د روغتیا وزارت مسؤلینو دغه مرګ ژوبله تائید کړیده.

تر اوسه د اورګاډو د ټکر کیدو علت ندی معلوم. د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي د پیښې په هکله د تحقیقاتو امر کړی. .

پیښه پرون د ماسپښین په شاوخوا درې بجو شویده. یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د دواړو اورګاډو لخوا د لارې بدلول ښایي چې د ټکر اصلي علت وي.

په همدې حال کې د مصر د ترانسپورت وزیر هیشام عرفات پیښه انساني غلطي ګڼلې خو پدې اړه یې نور جزیات ورنکړل.

ښاغلي عرفات ویلي دي چې د دا شان پیښو د مخنیوي لپاره په کار ده چې د ترانسپورت زیربناوې ورغول شي خو زیاته یې کړه چې دا ډول پروژې وخت نیسي او پیسو ته ضرورت لري.