په امریکا کې توپان لسګونه کسان مړه کړي

توپان د ایلونای په ایالت کې د امازون شرکت یو ګودام نړولی.

د امریکا د متحده ایالاتو په جنوبي ایالت کینټکي کې توپان او بوړبوکۍ د دې ایالت اوسیدونکو ته سخت مالي او ځاني زیان اړولی.

د دې ایالت والي انډي بشیر خبریالانو ته وویل چې بوړبوکي د ایالت تقریباً ۲ سوه میله سیمه تباه کړې.

والي دا د ایالت په تاریخ کې تر ټولو سخته بوړبوکۍ وبلله او زیاته یې کړه، "ویره مو دا ده چې تر ۵۰ ډیر مړه شوي، ښایي تر ۷۰ یا ۱۰۰ پورې (مړه) وي. دا ویجاړونکې ده".

ښاغلي بشیر په ایالت کې پداسې حال کې بیړنۍ حالت اعلان کړی چې د متحده ایالاتو په یو شمیر نورو ایالتونو کې سخت توپانونه راغلي.

یو سخت توپان د جمعې په ورځ د ایلونای په ایالت کې د امازون شرکت یو ګودام له منځه یوړ او د سلو نه ډیر کارکوونکي د ګودام په منځ کې ګیر پاتې شول.

دغه توپان د ګودام تقریباً درېیمه برخه په بشپړه توګه له منځه وړې او د ژغورنې عملې نن د شنبې د ورځې تر پیل پورې هم کوښښ کاوه چې په ګودام کې ګیر پاتې شوي کسان وژغوري.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو او خبري چینلونو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې توپان د ایډوارډزویل په نامه د ګودام چت پورته کوي او یو دیوال یې هم چپه کوي.

تر اوسه نده معلومه چې په ګودام کې څومره کسان مړه یا ټپي شویدي، خو د ایلونای والي تیره شپه په ټویټر کې د سیمې د خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.

والي لیکلي، "زمونږ د ایلونای پولیس او د اضطراري چارو ادراه په ګډه د سیمې د چارواکو سره کار کوي او زه به حالت څارم".

په همدې حال کې بوړبوکیو او توپان د امریکا د ارکنساس او ټینیسي په ایالتونو کې ۳تنه وژلي او تر شلو ډیر یې ټپي کړیدي.