امنیت شورا: لوګر کې طالبانو د مدرسو زرګونه زد‌کوونکي له زدکړو محروم کړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو په لوګر ولایت کې د لسګونو دیني مدرسو استادان او زده‌کونکي مدرسو ته له ورتلو منع کړي دي.

د دغې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د پنجشنبې په ورځ د مارچ څلورمه (کب ۱۴) وویل طالبانو د دغو دیني مدرسو د زدکوونکو کورنۍ هم ګواښلي دي.

هغه وویل: "طالبانو په لوګر کې د ۳۶ رسمي مدرسو استادان او د زد‌کوونکو کورنۍ ګواښلي او ۷۵۰۰ زد‌کوونکي یې له زده کړو بې برخې کړي دي".

د اندړ په وینا دیني بنسټونه او عالمان د افغانستان په دیني هویت او سوله کې رغنده رول لوبوي، له دین څخه د ټولنې د خیر لپاره سوله‌یز تعبیر لري نو ځکه افراطي او تروریستي ډلې ورسره تل په ټکر کې دي.

په عین حال کې د تخار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د متوسطې او لیسې دورې نجونې ښوونځي ته له ورتللو منع کړې دي.

د تخار د پوهنې ریاست سرپرست عطامحمد نظري امریکا غږ ته وویل چې په بهارک ولسوالۍ کې د نجونو شاوخوا ۱۰ لیسې شته او د طالبانو د ګواښ له امله زیات شمیر زدکوونکې له ښوونځي بې‌برخې شوې دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر هم تائیدوي چې طالبانو د دغې ولسوالۍ په هغو سیمو کې نجونې ښوونځي ته له ورتللو منع کړي چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دي.

د ښاغلي اسیر په وینا د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې شپږ لیسې موقعیت لري.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.