ترکمنستان ته د پناه وړونکو افغان سرتېرو له ډلې یو شمیر افغانستان ته راغلي ـ چارواکي

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، هغه ۵۷ افغان سرحدي پولیس چې تېره ورځ د بادغس ولایت د «موریچاق» په سیمه کې د ترکمنستان خاورې ته اوښتي و بېرته د تورغونډۍ بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د هرات په تورغونډۍ بندر کې د سرحدي پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن دوشنبه د «کب پر ۲۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاد افغان سرتیري نن دوشنبه سهار نهه بجې له خپلو وسایلو سره افغانستان ته راغلي دي.

د سرحدي پولیسو دغه چارواکي همدارنګه زیاته کړه چې ټاکل شوې د یادو سرحدي پولیسو نور پاتې کسان هم چې ترکمنستان هېواد ته یې پناه وړې وه د نن دوشنبې ورځې تر ماښامه هېواد ته راستانه شي.

پر همدې مهال د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي هم له امریکا غږ سره خبرو کې تائید کړه چې ۱۰۰ افغان سرحدي پولیس پرون یکشنبه له خپلو پوځي وسایلو سره د ترکمنستان خاورو ته داخل شوي وه.

ښاغلي شهابي زیاته کړه د یادو سرحدي پولیسو شمېر چې ۱۳۱ تنو ته رسېږي د بادغیس ولایت په «موریچاق» سیمه کې د یو سرحدي کنډک اړوند دي چې په یاده سیمه کې د نا امنیو تر زیاتېدو وروسته خپلې امنیتي پوستې خوشي کړي وې او د ترکمنستان پولې ته تللي وه.

د بادغیس د والي ویاند وايي، چې یاد افغان سرتېري د سر د خوندیتوب په هدف د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو په همغږۍ د ترکمنستان خاورو ته داخل شوي وه.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو سرحدي پولیسو له ډلې ۳۱ نور سرحدي پولیس تېره ورځ د خپلو امنیتي پوستو تر پرېښولو وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب په هغه سیمه کې خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د بادغیس په «موریچاق» سیمه کې د ۴۲ سرحدي پولیسو د نیولو خبر ورکړی و، خو د بادغیس چارواکو هغه مهال د وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړې وه.

موریچاق په بادغیس ولایت کې له ترکمنستان هېواد سره سرحدي سیمه ده چې تر ډېره د یادې سیمې امنیتي مسؤلیت د سرحدي پولیسو دنده بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په تېرو څو ورځو کې په بادغیس ولایت په ځانګړي ډول په بالامرغاب ولسوالۍ کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

د باغیس چارواکي وايي، چې په دغو نښتو کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

دغه چارواکي په دغو نښتو کې د ۱۵ افغان سرتېرو د وژل کېدو او ۲۰ نورو ټپي کېدل تائیدوي.