جي ۲۰ پر افغانستان فوق العاده غونډه کوي

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۹(تلې ۷) اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه به د جي ۲۰ یا شلو صنعتي هیوادونو فوق العاده غونډه د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۱۲ نیته جوړه شي.

ښاغلي ډراګي وویل، په غونډه کې به په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته پر زیاتیدونکي بشري ناورین او د ترهګرو پر ځاله د افغانستان د بیا بدلیدو د مخنیوي په لارو چارو بحث وشي.

ماریو دراګي وویل:" لومړۍ تر هرڅه هلته (افغانستان) کې عاجل بشري مشکل موجود دی. هغه څه چې زه یې اورم دادی چې هلته بشري ناورین د رامنځ ته کیدو په حال کې دی ځکه افغانستان د نورې نړۍ ملاتړ نلري."

دغه جګپوړي ایټالوي چارواکي وویل، یو شمیر هیوادونو ممکن افغانستان ته څه ورکړي وي خو د هغه په باور په افغانستان کې یو ناورین د رامنځ ته کیدو په حال کې دی او دا د نړۍ د شتمنو هیوادونو مسولیت دی چې د بشري ناورین د مخنیوي او د انسانانو د ژوند د ژغورلو په هدف یو څه وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په دې غونډه کې به د نړیوال تروریزم پر ځاله د افغانستان د بیا بدلیدو د مخنیوي په لارو چارو هم خبري اتري وشي.

هغه وویل:" بله موضوع داده چې ولیدل شوي نړیواله ټولنه او جي ۲۰ هیوادونه غواړي کوم ګامونه واخلي څو یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله د افغانستان د بدلیدو مخه ونیسي."

د ایټالیا صدراعظم د افغانستان په اړه د جي شل هیوادونو د غونډې د جوړیدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې د خوراک نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې ۱۴ میلیون خلک په کافي اندازه خوراکي‌ مواد نلري.

د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) پخپل تازه راپور کې ویلي چې د تازه سروې له مخې په افغانستان کې یوازې پنځه سلنه کورنۍ کافي خواړه لري.

دغې ادارې زیاته کړې ده چې په ښار کې مېشتې لوستې کورنۍ هم د دندو له لاسه ورکولو، پیسو د نشتوالي او د خوراکي موادو د بیو لوړېدو له امله اغېزمن شوي دي.

په راپور راغلي چې دوه میلیون افغان ماشومان د خوراځواکۍ له جدي ګواښ سره هم مخامخ دي. د خوراک نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس په روانه سپټمبر میاشت کې د یاد پروګرام له لارې ۹۶۵۰۰۰ کسانو خوراکي مواد تر لاسه کړي دي.

راپور زیاتوي چې (WFP) خپلو همکارانو ۱۳۶۷۶ ټنه خوراکي مواد تسلیم کړي دي.

خو د خوراک نړیوال پروګرام پخپل راپور کې ویلي چې دوی تر ډسمبر میاشې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر او د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه بیا تر اپرېل پورې ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د اندېښنې په ښودلو ویلي و چې اوس مهال په دغه هیواد کې ۱۰ میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۸ میلیون وګړي چې ددغه هیواد نفوس څه باندې نیمايي برخه تشکیلوي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ایټالیا صدراعظم په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د اکتوبر د ۱۲ په غونډه کې به د جي ۲۰ په غړو سربیره، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، قطر، هالنډ او هسپانیا استازي هم ګډون وکړي.

د اګست په ۱۵ نیټه واک ته د طالبانو له رسیدو او پر ټول افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته اوس افغانان او نړۍ ګوري چې آیا طالبان به یوځل بیا د ۱۹۹۰ لسیزې سخت قوانین بیا عملي کړي که نه.