غزني کې هوايي برید شپږ ملکیان وژلي

دغه برید په خواجه عمري ولسوالۍ کې تر سره شوی دی

د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکي چې د یادو وژل شوو کسانو جسدونه په غزني ښار کې د والي دفتر مخته د اعتراض په ډول راوړي و، د یاد برید د عاملینو د مجازات غوښتنه کول.

دوی ویل، دغه وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې پخپل باغ کې د برید پرمهال په هوايي برید کې ووژل شول.

شکر الدین چې په دغه هوايي برید کې دوه وروڼه او یو ځوان زوی وژل شوي وویل:"ما په ډېر فقر او بېوزلۍ سره لوی کړی و،موږ خوشاله و چې زوی به مي انجنیر شي،خو اوس یې بې روحه جسد دلته پروت دی،زموږ ټولې هیلې برباد شوې."

معترضینو همدارنګه ادعا وکړه، چې غزني ښار ته د یادو جسدونو د راوړلو پرمهال د پولیسو په ډزو کې د دوی څلور ملګري ټپيان شوي دي.

بلخوا د غزني والي وحید الله کلیمزي، په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې بې پیلوټه الوتکې دغه برید پر داسې مهال کړی کله، چې طالبان په یو باغ کې پټ شول.

هغه وویل، چې په دغه برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او دوی یې په اړه څېړنه کوي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې په خواجه عمري ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال پنځه طالبان هم وژل شوي دي.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د غزني لایت په خوګیاڼيوولسوالۍ کې د مولوي عبدالحنان په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان په هوايي برید کې وژل شوی دی.

طالبانو او نړیوالو ځواکونو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.