افغانستان د وچکالۍ له ناورین سره مخامخ دی

وچکالي د شاوخوا دوه میلیونه افغانانو خوراکي خوندیتوب ګواښوي

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې روانه وچکالي شاید دوه میلیونه خلک د خوراکي موادو له کموالي او لږوالي سره مخامخ کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظمیومونکې اداره وایي "د وچکالۍ او د باران د نه کېدو له کبله د افغانستان ۷۰ سلنه برخه کې ژمني فصلونو اغیرمن شوي دي."

په یو شمېر سیمو کې د ګروندګرو کرنیز تخمونه وچ شوي او په ځینو نورو سیمو کې بیا ګروندګرو فصلونه نه دي کرلي او ځنډولي یې دي، چې له کبله یې د څاریو لپاره څړځایونه هم اغیزمن شوي او کم شوي دي.

د وچکالۍ له کبله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کسان له خپلو سیمو نورو ځایونو ته کوچېدلي دي. د ملګرو ملتونو راپور وايي چې په ۲۰ ولایتونو کې چې وچکالۍ ځپلي دي، شاوخوا ۱۵ میلیونه خلک په کرنې او مالدارۍ او یا هم په همدغه برخه کې پر دندو پايي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیمونکې ادارې یو غړي توبي لنزر وايي له مرسته کوونکوهېوادونو څخه یې د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده چې په راروانو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د لوږې مخه ونیول شي.

نیویارک ټایمز د ښاغلي لنزر له خولې لیکلي دي چې افغانستان سږکال ۲.۵ میلیونه ټن غنمو له کموالي سره مخامخ دی.

ښاغلي لنزر مرسته کوونکو هېوادونو ته وویل" یا همدا اوس لاس په کار شی او د یو ناورین مخه ونیسی او یا هم شپږ میاشت وروسته به اړ یاست چې ډېرې مرستې وکړئ. د افغانستان وچکالي بیخي یوه جدي ستونزه ده. "

نوموړی وايي ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره ۴۳۰ میلیونه ډالرو د غوښتلو تر څنګ ۱۱۵ میلیون نور ډالر هم غواړي چې د وچکالۍ ځپلو سره مرستې وکړي.

خو مرسته کوونکې هيوادونه هم له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ځکه چې د نړۍ د نورو هېوادونو سره هم باید مرستې وکړي. ملګرو ملتونه وايي د ۴۳۰ میلیون غوښتل شویو ډالرو څخه یوازې ۲۸ میلیونه ډالر دغه سازمان ته ورکړل شوي دي.