یوه میاشت کې د مخدره موادو ۶۹ قاچاقبران نیول شوي

اکثره نیول شوي قاچاقبران په کابل، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې پولیسو نیولي دي.

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د روان لمریز کال په اسد میاشت کې د ۶۰ قضیو په تړاو د مخدره موادو د ۶۹ قاچاقبرانو دوسیې، دغه مرکز ته سپارل شوي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئيس احمدخالد مؤحد امریکا غږ ته وویل، د دغه شمیر قاچاقبرانو دوسیې، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ځانګړې څارنوالۍ کې تر څیړنو لاندې دي او وروسته به اړوندو محکمو ته وسپارل شي.

د ښاغلي موحد پر وینا، اکثره نیول شوي قاچاقبران په کابل، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې پولیسو نیولي دي.

هغه وویل "د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ریاست د تیرې میاشتې د پاتې شویو قضیو له شمیرې ۵۸ قضیې او د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې د تدقیق، څیړنو او د پولیسو د لابراتوار له عمومي مدیریت څخه د ۵۸ قضیو په ترلاسه کولو سره، چې ټولې ۱۱۲ قضیې کیږي، د ۵۷ قضیو تحقیقاتي پړاو بشپړ کړی دی".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې دغې څارنوالۍ په تیره میاشت کې ۱۰۱ قضیې اړوندو محکمو ته سپارلي دي، چې له دې شمیرې ۵۴ قضیې لومړنۍ، ۳۲ قضیې استیناف او ۱۵ قضیې د افغانستان د سترې محکمې د عامه امنیت دیوان ته سپارل شوي دي.

هغه وویل، چې دغو محکمو په اسد میاشت کې د مخدره موادو د ۱۰۰ قضیو په اړه خپلې وروستۍ پریکړې کړي دي.

د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ د روان لمریز کال په سرطان میاشت کې، افغان امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د مخدره موادو د ۳۵ قضیو په تړاو ۳۷ کسان نیولي وو او دوسیې یې د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته سپارلې وې.

ضبط شوي مخدره مواد

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د مطبوعاتو رئيس وویل، چې په دې موده کې پولیسو بیلابیل ډوله مخدره مواد او الکولي مشروبات هم کشف او ضبط کړي دي.

د ښاغلي موحد پر وینا پولیسو په اسد میاشت کې په ټولیزه توګه نږدې ۲۸۴ کیلوګرام هیروئين، څه د پاسه ۷۱۶۴ کیلوګرام مورفین، له ۳۱۶۰ کیلوګرامو څخه زیات اپین، څه باندې ۱۸۸۲ کیلوګرام چرس او نږدې ۵۲۳۳ لیټره الکول له قاچاقبرانو څخه نیولي دي.

هغه دغه راز وویل، چې په دې موده کې پولیسو څه دپاسه ۶۵۳۷ کیلوګرام کلک او ۱۸۰ لیټره اوبلن کیمیاوي مواد، چې د هیروئيونو په جوړولو کې ترې استفاده کیږي، کشف او ضبط کړي دي.

د یادونې وړه ده، چې د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د هغو قاچاقبرانو د دوسیو د څیړلو صلاحیت لري، چې جرم یې دروند وي او د زیاتې اندازې مخدره موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي وي.