د اسلام- ضد هالنډي سیاستوال محکمې ته حاضر نشو

ویلډرز وايي باید په هالنډ کې په قران باندې بندیز ولګول شي

ګیرت ویلډرز تورن دی چې د مسلمانانو په ضد نژادي او مذهبي کرکه پاروي. ټاکل شوې وه چې په هالنډ کې د اسلام ضد سیاستوال، ګیرت ویلډرز، د دوشنبې په ورځ محاکمه شي خو هغه محکمې ته نه ورغی. پر ښاغلي ویلډرز تور دی چې د مذهبي اقلیتونو پر ضد نفرت خپروي او نژادي تعصب ته لمن وهي.

هغه ۱۸ میاشتې مخکې د محلي انتخاباتو پر مهال په هالنډ کې د ځینو مسلمان مراکشیانو پر ضد شعارونه ورکړي وو او هغوی یې درواغجن بللي وو.

ګیریت ویلډرز د هالنډ د ازادۍ د ګوند مشر دی

ګیریت ویلډرز د هالنډ د ازادۍ د ګوند مشر دی

هغه محکمې ته له تللو انکار وکړ او خپل وکیل یې واستوه

که هغه د مذهبي تعصب په پارولو پړ شي، دوه کابل بند پرې خیژي

ویلډرز په هالنډ کې په قران د بندیز غوښتنه هم کړې ده

هغه وايي هالنډیان په خپل هېواد کې د اسلام موجودیت ویني

هغه وايي د مراکش مجرم مسلمانان باید وشړل شي

د هغه پر ضد ۶۵۰۰ کسانو پولیسو ته عریضې کړي دي

کله چې یوه غونډه کې د مسلمانانو ضد خبرې وکړې، دګوند ۱۳ غړي له غونډې ووتل

ښاغلي ویلډرز په ۲۰۱۱ کال کې هم په هالنډ کې پر قرآن د کلک بندیز او د مجرمو مراکشیانو د شړلو غوښتنه کړې وه. هغه وايي د مراکش مسلمانان په نا انډول ډول له حکومت نه مرستې ترلاسه کوي او له مجرمینو سره مرستې کوي.

د رویټرز د راپور په اساس ویلډرز ویلي چې محکمې ته به نه ورځي او د هغه پر ځای به یې وکیل د محکمې پرېکړه اوري. که ویلډرز پړ وخوت، د ۸۱۰۰ ډالره نقدي جریمې به ورکوي او دوکاله به بندي کیږي هم.

ویلډرز دا محکمه د ځان د بیان د ازادۍ د محدودولو په مانا بللې ده او ویلي یې دي، چې ده یوازې هماغه خبره کړې ده چې میلیونونه هالنډیان یې کوي.

سره له دې چې د ویلډرز ګوند لا واکمني نه ده کړې، خو د کډوالو او اسلام پر ضد د هغوی سخت دریځ او انتقادونه په هالنډ کې پراخ سیاسي بحثونه پارولي دي.

هالنډ د شاوخوا ۱۷ میلیونه نفوس لري چې د اټکل له مخې شاوخوا ۴۰۰زره (۴۰۰۰۰۰) یې مسلمانان دي، په مسلمانانو کې یې ډېر د مراکش دي.

د امستردام ته نژدې به د هغه په اړه محکمه جوړیږي، چې کلک امنیتي تدابیر یې نیول شوي دي. قاضیان او د هغه مدافع وکیل به په دریو اونیو کې د هغه د قضیې اړوند اسناد ارزوي او د اړتیا پر مهال به شاهدان هم غواړي او بیا به پرېکړه کوي.